افغانستانسلايډ

هلمند: طالبانو فيضان پوځي اډه نيولې ده

چارواکو تاييد کړې ده، چې وسله والو طالبانو هلمند کې د فيضان په نامه ستره پوځي اډه نيولې. طالبانو پر دغه اډه له څو ورځو راهيسې بريدونه پيل کړي وو.

فيضان کمپ د هلمند د موسی کلا او گرشک ولسواليو تر منځ پروت دی او شاوخوا سيمې يې اکمالولې.

هلمند کې د دولتي ځواکونو يو مشر عبد الجبار قهرمان د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې پوځي اډه تېره شپه د وسله والو ولکې ته ورغله. نوموړي جگړه کې د مرگ ژوبلې پخلی هم کړی، خو په وينا يې کره شمېر ورته نه دی معلوم.

خو نورو امنيتي سرچينو رسنيو ته څرگنده کړې ده، چې د جگړې پر مهال د ۲۱۵ ميوند قول اردو د دويمې لوا د څلورم کنډک د رييس ارکان رحم علي په گډون لس تنه سرتېري وژل شوي او گڼ نور ټپيان دي.

ويل کېږي سيمه کې اوسمهال درنه جگړه روانه ده، خو اډه لا هم د طالبانو په لاس کې ده.

وسله والو طالبانو تېرو ورځو کې هلمند کې لسگونو امنيتي ځواکونو ته د مرگ ژوبلې اړولو ويلي و، خو د فيضان کمپ د نيولو په اړه يې څه نه دي ويلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button