افغانستانسلايډ

«هلمند د سقوط په حال کې دی»

له تېرو څو ورځو راهيسې د هلمند شمال کې جگړو زور اخيستی، وسله والو مخالفينو په تېره اوونۍ کې خانشين او سنګين ولسوالۍ ونيولې او اوس مهال د ولايت مرکز لښکرگاه ته نږدې دي.

د هلمند والي ميرزا خان رحيمي وايي، چې سنگين اوس هم د دوی په لاس کې ده او مخالفينو ته يې درنه مرگ ژوبله اړولې ده.

له هغې وړاندې د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې ولسمشر غني ته د يو پرانيستي ليک په ترڅ کې ويلي و، چې د هلمند امنيتي حالت د اندېښنې وړ دی او که دغه ولايت ته يې ژر تر ژره پاملرنه ونه کړه، نو ډېر ژر به د حکومت له واکه ووځي.

رسوليار په خپل ليک کې ويلي و، چې طالبانو وړمه ورځ نوي سرتيري وژلي او هره ورځ دا حال وي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري هم منلې، چې هلمند کې خونړۍ جګړې روانې دي او دوی هڅه کوي،چې د پېښې ځای ته تازه دمي ځواکونه ولېږي.

د هلمند د پوليسو مشر محمد داود د سنگين د سقوط په اړه رسنيو ته ويلي، چې طالبانو دغې ولسوالۍ ته ورغلې ټولې لارې تړلې وې او د مرستې ورلېږلو هېڅ چانس نه و.

د هلمند ولايتي شورا رييس کريم خان اتل وايي، چې د هلمند ۶۵ سلنه خاوره له مخالفينو سره ده.

ملي شورا کې د هلمند استازي او ولايتي شورا وکيلان وايي، چې طالبان د هلمند مرکز لښکرگاه ته رارسېدلي او که مرکزي حکومت هلمند ته بېړنۍ توجه ونه کړي، نو لښکرگاه به ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولويږي.

هلمند کې د جگړو او تاوتريخوالي د زياتېدو خبرونه په داسې حال کې ترلاسه کيږي، چې وړمه ورځ نيويارک ټايمز او وال سټريټ ژورنال په خپلو راپورونو کې ويلي و، چې امريکايي او برتانوي سرتيري هلمند کې په پټه د طالبانو پر ضد جگړې کوي.

د هلمند ولايت ویاند عمر ځواک هم نيویارک ټايمز ته منلې، چې امريکايي او برتانوي ځواکونه هلمند کې د طالبانو پر ضد جگړې کوي.

د څارونکو په اند د هلمند امنيتي او ستراتيژيک وضعيت په اړه راتلونکې څو ورځې ډېرې مهمې دي، طالبان هڅه کوي، چې دولايت مرکز لښکرگاه د حکومت له ولکې وباسي، حکومت او بهرني پوځيان بيا وايي، چې هلمند به له سقوطه ساتي.

هلمند د جغرافيايي موقعيت له پلوه د افغانستان لس سلنه برخه جوړوي، څوارلس ولسوالۍ لري، چې باغران او دېشو ولسوالۍ يې له تېرو څوارلسو کالو، موسی کلا او نوزاد له تېرو درې مياشتو راهيسې، خانشين له تېرو دوو اونيو راهيسې د طالبانو په واک کې دي او د لښکرګاه د دوهمې حوزې په ګډون واشېر او باباجي ولسواليو کې خونړۍ نښتې روانې دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button