افغانستانسلايډ

هلمند: خلک خپل ځوانان د اردو ليکو ته نه استوي

د هلمند والي حيات الله حيات د دې ولايت له اوسېدونکو غوښتي دي، چې د اردو ليکو ته د سرتېرو په جلب او جذب کې د دوی مرسته وکړي. د هلمند والي دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې هلمند کې له تېر يوه کاله په ډېره موده کې د جگړو له کبله سلگونه امنيتي سرتېري وژل شوي دي او لا هم دغه جگړې روانې دي. خو خلکو د والي دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ويلی.

ښاغلي حيات د هلمند پر خلکو غږ کړی، چې هلمند کې د وژل شويو سرتېرو هيلو ته د رسېدو لپاره اړينه ده، چې خپل ځوانان د امنيتي ځواکونو ليکو ته واستوئ او له دې لارې وسله وال مخالفين له ماتې سره مخ شي.

د هلمند د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل بيا وايي، چې پوره هڅې يې کړې دي، چې نوي سرتېري د اردو ليکو ته جذب کړي، خو دا چې امنيتي چارواکي د جگړې ليکو کې سرتېرو ته پاملرنه نه کوي، د وژل شويو سرتېرو کورنۍ له پامه غورځوي او د جگړې پر مهال د سرتېرو غوښتنې نه منل کېږي، خلک نه غواړي خپل ځوانان د اردو لیکو ته ولېږي.
هغه زياته کړه، چې د امنيتي ځواکونو حقوق د لوړپوړو چارواکو له لوري تر پښو لاندې کېږي او دا د دې لامل شوی، چې د خلکو او امنيتي ځواکونو تر منځ واټن ډېر شي.

دی وايي، ډېر ځله يې د بېلا بېلو غونډو له لارې له خلکو غوښتي، چې خپل اولادونه اردو ته ورکړي، خو دا چې د امنيتي ځواکونو په کرښو کې بې انصافي روانه ده، خلک دې کار ته زړه نه ښه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند پينځه ولسوالۍ دا مهال په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې دي او د مرکز لښکر گاه په گډون په پاتې ټولو ولسواليو کې جگړه روانه ده. بل پلو د هلمند چارواکو څو ورځې وړاندې وويل، چې يوازې لښکرگاه او گرشک کې دولتي ادارې فعالې دي، پاتې نورو ټولو ولسواليو کې خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو په نامه هيڅ څه نه شته او خلک خپلې ستونزې په طالبانو اواروي.

د هلمند روانه جگړه په داسې حال کې ورځ له بلې ډېرېږي، چې اوسمهال پنځه سوه امريکايي پوځيان دې جگړه کې د گډون لپاره هلمند کې مېشت دي. د حکومت ځينې چارواکي په دې نظر دي، چې دغه جگړه په لوی لاس پراخېږي او له مخې يې نور چارواکي خپلو موخو ته ځان رسوي. څه موده وړاندې د هلمند جگړې ته د ولسمشر غني له لوري استول شوي اوپراتيفي مسوول عبد الجبار قهرمان له دې امله استعفا وکړه، چې سره له دې چې د ولسمشر په گډون يې له امنيتي چارواکو سره د دې جگړې د اوږدېدو لاملونه شريک کړي دي، خو څوک يې د پای ته رسولو په اړه غور نه کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button