افغانستان

هلمند: بې ځايه شويو سره کېدونکې مرستې هغوی ته نه رسېږي

هلمند کې د وروستيو توندو جگړو له امله له بې ځايه شويو کورنيو سره کېدونکې مرستې هغوی ته نه رسېږي. د دې کورنيو غړي وايي، مرستې يې د ټولنيزو شوراگانو غړي او ملکان اخلي.

د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې له اوږدې مودې راهيسې جگړې زرگونه کورنۍ خپلو سيمو پرېښودو ته اړ کړې دي. دغه کورنۍ اوسمهال له سختو حالاتو سره مخ او د مرستو اړمنې دي.

د بې ځايه شويو کورنيو گڼو غړو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، دوی ته راغلې مرستې تر دوی نه رسېږي او ملکان او د ځايي شوراگانو غړي يې جيبونو ته اچوي. خير محمد چې د سنگين اوسېدونکی دی، پژواک ته يې ويلي، «د کډوالو رياست کسان زموږ سيمې ته راغلل، زموږ حال يې وليد، خو د مرستو کارتونه يې د سيمه‌ييزو شوراگانو غړو او ملکانو ته ورکړل، چې مرستې هم هغوی خپلو کې وويشلې».

نورو کډوالو هم د خير محمد د خبرو پخلی وکړ او زیاته يې کړه، «مرستې اړو خلکو ته نه ورکول کېږي، هر څه په واسطه او پېژندگلوۍ ترسره کېږي».

يو بل بې ځايه شوي تن وويل: «د مرستو لپاره ټاکل شوی کميسيون يوازې خپل خپلوان او معامله گر پيدا کوي، دې ته نه گوري چې څوک اړتيا ورته لري».

خو د هلمند د کډوالو چارو رييس غلام فاروق نورزي د دغو خلکو خبرې نه مني او وايي، دا تشې ادعاوې دي.

نوموړي زياته کړې ده، موږ هم د ملکانو او مشرانو له لاسوهنو تنگ شوي يو، خو خلکو چې کومه دعوه کړې ده، سمه نه ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button