افغانستانسلايډ

هافنگټن پوسټ: د افغانستان جگړه د اوباما وېټنام

هافنگټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ گڼه کې د «د افغانستان جگړه د اوباما وېټنام» په نوم يوه مقاله خپره کړې ده. مقالې ليکلي دي، چې ولسمشر اوباما د خپل رياست په دوه دورو کې د افغانستان د پنځلس کلنې جگړې په گډون د دريمې نړۍ د اوو هېوادونو په جگړو کې ښکېل و.

مقالې د جاپان هيروشيما کې د ولسمشر اوباما ژورو خبرو ته په اشاره چې نوموړی په کې د اتومي جگړې د وحشت په اړه غږېدلي، ويلي، چې دا هيښوونکې ده چې اوباما په دې وروستيو کې افغانستان کې د پنځو کلونو لپاره د ناټو او امريکايي ځواکونو حضور تمديد کړ، د سرچينې په وينا دا هغه څه دي، چې له جگړې سره د اوباما له مخالفت سره په ضد کې دي.

مقالې زياته کړې ده، چې د امريکا هيڅ ولسمشر په يوه وخت د نړۍ د اوو هېوادو اوږدو جگړو کې ښکېل وي.

ورځپاڼې نيوکه کړې، چې اوباما ويلي، چې د افغانستان جگړه په حقه ده، خو دا يې نه دي ويلي، چې ولې؟

ورځپاڼې د افغانستان پنځلس کلنې جگړې ته په اشاره ويلي: «دا پنځلس کلنه جگړه د امريکا تاريخ کې تر ټولو اوږده هغه ده او دې هيواد په دې جگړه کې ستر مالي او ځاني زيانونه گاللي، دوه زره څلور سوه سرتېري يې افغانستان کې ووژل شول، دېرش زره نور ټپیان شول او له دويمې نړيوالې جگړې وروسته د اروپا بيارغونې ته ځانگړې کړې ډېری مالي سرچينې يې افغانستان کې ولگولې، خو له دې سره سره افغانستان کې غربت او بې روزگاري ښه زور کې ده او بېلا بېلو سيمو کې د طالبانو ولکه پراخه شوې ده».

ورځپاڼې د مقالې په پای کې ليکلي، چې متحده ايالات دې د يو زبر ځواک په توگه د دريمې نړۍ هيوادو ته يوازې لارښوونه وکړي نه جگړه. زده کړو، اقتصادي انکشاف او مدنيت ته دې تشويق وکړي او د ژوند کولو پاليسي دې پر مخ يوسي، که نه له دې پرته به د دريمې نړۍ جنگونه تر ابده پاتې شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button