افغانستانسلايډ

هافنگټن پوسټ: امريکا د نړۍ هېوادونه په لوی لاس بې ثباته کړي دي

امریکايي خپرونې هافنگټن پوسټ امريکا کې روانو ولسمشريزو ټاکنو ته په کتو ليکلي، چې امريکا د نړۍ د هېوادونو ټولټاکنو کې د لاسوهنې او د دغو هېوادونو د بې ثباته کولو بيه پرې کوي. واشنگټن د امريکا روانو ټاکنو کې د روسيې له لاسوهنو سر ټکوي.

د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو يو نوماند ډونالډ ټرمب د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال په خپلو ويناو کې بيا بيا داسې څرگندونې وکړې، چې د امريکا له مخالف هېواد روسيې سره د همکارۍ ښکاروندوينه په کې وه. امريکايي چارواکي له همدې امله روسیه په خپلو ټاکنو کې په لاس وهلو تورنوي.

هافنگټن پوسټ په خپله وروستۍ گڼه کې د نورې نړۍ پر وړاندې د امريکا پر پاليسۍ نيوکه کړې او څرگنده کړې يې ده، چې امريکا تېره يوه لسيزه کې د افغانستان، ايران، وېټنام، اندونيزيا، هندوراس، گواتيمالا، فلادلفيا، هايټي او کانگو په ولسمشريزو ټاکنو او سياسي بدلونونو کې نېغ په نېغه لاسوهنه کړې ده، چې اوس يې بيه پرې کوي.

خپرونې ويلي چې د امريکا استخباراتي ادارې او مشرانو د نړۍ دغه او ځينې نور هېوادونه په لوی لاس د بې ثباتۍ لور ته کش کړي دي. سرچينې د ايران، وېټنام، اندونيزيا او هايټي هېوادونو د حکومتونو ړنگولو ته اشاره کړې، چې د امريکا په لاسوهنه له منځه ولاړل او پر ځای يې پوځي او شاهي حکومتونه رامنځته شول.

خپرونې په ۲۰۰۹ز کې د افغانستان ټول ټاکنې هم يادې کړې دي، چې امريکا په لوی لاس گډې وډې کړې او بيا يې له درغليو ډکې وبللې، وروسته يې د افغانستان د اساسي قانون خلاف اجرايه رياست رامنځته کړ او حکومت يې دوه ځايه ووېشه. سرچينه څرگندوي چې د افغانستان د ټول ټاکنو اصلي پايلې واشنگټن ته د منلو نه وې، ځکه يې نو په خپله خوښه داسې يو حکومت رامنځته کړ، چې قانون يې ورته مات کړ.
د افغانستان ډېری اوسېدونکي د ملي يووالي حکومت د ولسمشر غني او اجرايه رييس عبد الله عبد الله تر منځ وېشلی بولي. اجرايه رياست د دې حکومت له رامنځته کېدو راهيسې په ډېری مقرريو او پرېکړو کې د جمهوري رياست مخالفت کوي، چې له امله يې حکومت تر سختو نيوکو لاندې دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button