پاموړسلايډ

د امريکا هارورډ پوهنتون کې مهاجرينو ته د وړيا زده کړې چانس

ځينو ان جي او ګانو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څخه مهاجرينو ته د امريکا په مختلفو پوهنتونو کې د وړيا زده کړې اجازه اخيستې، چې په دغو پوهنتونو کې د هارورډ مشهور پوهنتون هم شامل دی.

يادو ان جي او ګانو په سلو پوهنتونو کې مهاجرينو ته د وړيا زده کړو اجازه ترلاسه کړې ده. مګر ويل کېږي چې د دغه زده کړو شکل به آنلاين وي. معنا دا چې محصلين به د انټرنټ له لارې په مختلفو پوهنتونو کې زده کړې کوي.

رويټرز خبري آژانس زياتوي چې دغه قدم د دې له پاره پورته شوی چې مهاجرين د نړۍ په مختلفو برخو کې مختلف مهارتونه زده کړي، چې په راتلونکي کې د دوی د کار تضمين وکړي. آنلاين زده کړې شاوخوا سل ډالره فيس لري، خو سرچينه زياتوي چې له دغې لارې به مهاجرينو ته بالکل وړيا وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button