افغانستانسلايډ

«نی»: اته نوي سلنه خبريالان د انتقادي مطالبو له خپرولو وېرېږي

«نی» يا افغانستان کې له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې يوه ټولپوښتنه کړې، چې له مخې يې څرگنده شوې ده، چې د هېواد اته نوي سلنه خبريالان له دې وېرېږي، چې انتقادي راپورونه يا مطالب خپاره کړي.

په دې ټولپوښتنه کې چې د کابل په گډون د هېواد پينځو زونونو کې د ټولنيزو رسنيو له کارکوونکو شوې ده او ډېری برخه يې خبريالان دي، څلور نوي سلنه گډون کوونکو ويلي، چې د دندې د له لاسه ورکولو، وژل کېدو او د کورنۍ د غړو د تهديد له وېرې رسنيو او ټولنيزو شبکو کې داسې مطالبو او راپورونو خپرولو ته زړه نه ښه کوي، چې نيوکې په کې وي.

اته پنځوس سلنه گډون کوونکو ويلي، چې د افرادو او ادارو د تهديدونو له امله پر هغوی د نيوکو جرات نه کوي. دوه ويشت سلنه يې وايي، چې د وژل کېدو، د دندې د له لاسه ورکولو، ښکنځل کېدو او متهم کېدو له وېرې په چا نيوکه نه کوي او څوارلس سلنه وايي، دا چې حکومتي چارواکي دغو نيوکو ته هيڅ پاملرنه نه کوي، دوی نيوکې نه کوي.

د «نی» رييس صديق الله توحيدي وايي: «موږ په دې باور يو، څومره چې هېواد کې د بيان ازادي محدودېږي، هغومره خلک له دولته ناخوښي کېږي، چې دا کار هيڅکله د افغانستان د خلکو او دولت په گټه نه دی».

يادې ادارې پر حکومت غږ کړی، چې د دې کار مخه ونيسي او کوم خلک يې چې لامل دی، پر ضد يې قانوني چلن وکړي.

نږدې دوه مياشتې وړاندې سرنوشت ورځپاڼې کابل او ولايتونو کې د ژورنالستانو له خولې ليکلي وو، چې حکومتي چارواکو ترې غوښتي، چې پر امنيتي پېښو تمرکز ونه کړي او په دې اړه راپورونه او مطالب خپاره نه کړي.
ورځپاڼې د حکومت پلوه کسانو په قول ويلي وو، چې دا د حکومت رسمي تگلاره ده، چې له مخې يې امنيتي ادارو ته د امنيتي ځواکونو د مرگ ژوبلې په تړاو د معلوماتو د نه خپراوي امر شوی دی.
سرچينې زیاته کړې وه، چې ځينې سيمو کې ژورنالستان له دا ډول معلوماتو ورکولو منع شوي وو او يوازې د حکومت په پلوۍ د راپورونو ورکولو اجازه ورکړل شوې وه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button