خبرونهسلايډ

نیویارک کې چاودنې ۲۹ تنه ټپیان کړي

د امریکا په وخت د شپې نهو بجو شاوخوا د نیویارک د منهاتن د سیمې په چلسا کې د هوټل تر څنگ چاودنې شاوخوا ۲۹ کسان ټپیان کړي دي. د نیویارک د اور مړه کولو ادارې ویلي چې په ټپیانو کې د یوه تن روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د نیویارک د پولیسو د راپور له مخې دغه بم د هوټل تر څنگ د کثافاتو په یوه بکسې کې ځای پر ځای شوی وو. د نیویارک ښاروال رسنیو ته ویلي چې تر دې دمه د چاودنې په اړه له موږ سره کره مالومات نه شته خو دا ویلی شو چې دغه کار د پروگرام له مخې شوی دی.

چلسا د منهاتن تر ټولو ښایسته ځای دی او د رخصتیو په ورځو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي او غواړي چې د چلسا په هوټلونو کې پاتې شي. د ځایې شاهدانو په وینا د بم اواز ډېر وېرونکی وو او شاوخوا خلکو له وېرې تر ډېر تېښته کړې وه.

پولیس د سیمې شاوخوا ودانۍ تر څارنې لاندې نیولي او امنیتي تدابیر تر پخوا ډېر شوي دي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button