پاموړ

نیوزیلینډ لومړۍ لوبې کې له پاکستان څخه ماتې وخوړه

شیبه وړاندې د نیوزیلینډ او پاکستان ملي لوبډلو تر منځ لومړۍ شل اوریزه سیالۍ پای ته ورسیده. دغې لوبې کې د پاکستان توپ اچوونکي وتوانیدل له ۱۷۱ منډو هدف څخه دفاع او سیالې لوبډلې ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړي.

د پاکستان لوبډلې لومړۍ توپ وهنه پیل کړه او د محمد حفیظ د منډو پر مټ وتوانید سیالې لوبډلې ته ستر هدف وټاکي. پاکستان په شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان لپاره محمد حفیظ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. نوموړی د دوو شپږیزو او اتو څلوریزو پر مټ یوازې په ۴۷ توپوو ۶۱ منډې جوړې کړې. دغې لوبې کې عمر اکمل ۲۴، شاهد افریدي ۲۳ او شعیب ملک ۲۰ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د نیوزیلینډ پیاوړی توپ اچوونکی میلني وتوانید د پاکستان زیات شمیر توپ وهوونکي ښکار کړي. نوموړی خپل څلورو اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او د څلورو لوبغاړو توپ وهنې ته يي د پای ټکی کیښود.

د نیوزیلینډ زیات شمیر لوبغاړي له لسو څخه په کمو منډو وسوځیدل او یوازې ویلیمسن او مونرو غوره توپ وهنه وکړه. نیوزیلینډ په شلو اورونو کې خپل ټول توپ وهوونکي له لاسه ورکولو سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لپاره ویلیمسن د یوې شپږیزې او شپږو څلوریزو په مرسته ۷۰ او مونرو په یوازې ۲۷ توپونو د دوو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۵۶ چټکې منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره وهاب ریاض ۳، شاهد افریدي ۲، عمر ګل ۲، اعماد وسیم ۱ او محمد عامر هم یوه ویکټه واخیسته.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button