روغتياسيمه او نړۍ

نړۍ د «زیکا» د خپرېدو مخه نيسي

د روغتيا نړيوال سازمان پر نړيوالو غږ کړی، چې په گډه د «زيکا» وايروس مخنيوی وکړي. دغه سازمان غواړي، په ټول زور سره د زيکا د پراخېدو مخه ونيسي. روغتياپوهانو تر دې دمه د دې ويروس پر ضد کوم درمل نه دی موندلی، خو هڅې کوي، پر يوه واکسين کار وکړي.


زيکا وايروس د طب پوهانو په اند د نويو زېږېدونکو کوچنيانو کوپړۍ زيانمنوي او ډول يې وربدلوي. دغه وايروس اوسمهال په شمالي، منځنۍ او جنوبي امريکا کې مخ په پراخېدو دی، همدا راز يې د افريقا او اسيا ځينې هيوادونه هم اغېزمن کړي دي. دا وايروس په ۱۹۴۷ز کې د لومړي ځل لپاره په يوگندا کې کشف شوی دی.

د زيکا اغېز پر کوچنيانو دا دی چې هغوی له ډېرې کوچنۍ کوپړۍ او لږو مغزو سره زېږي، برازيل کې د تېر کال له اکتوبره تر جنورۍ پورې نږدې څلور زره داسې پېښې ثبت شوې دي، ډېری دغه کوچنيان ذهني معذور دي.

د روغتیا نړيوال سازمان وايي، يو ډول ماشی دغه وايروس لېږدولای شي او شونې ده لا پسې خپور شي، ځکه يې نو پر نړيوالو غږ کړی، چې په مخنيوي کې يې بېړني گامونه پورته کړي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button