افغانستانسلايډ

نړيوال بانک اوبو او انرژۍ وزارت سره اويا مليون ډالر مرسته اعلان کړه

نړيوال بانک د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سره اويا مليون ډالر مرسته اعلان کړه. دغه بانک افغانستان کې د اوبو د بيا رغونې د پروژې له ارزيابي کولو وروسته د دې پروژې بوديجې ته دغه مرسته ورزياته کړه. د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د دې مرستې پخلی کړی دی.

دغه پروژه چې IRDP نومېږي، د ياد وزارت وزير علي احمد عثماني يې په اړه وويل: «دا پروژه لسگونو زرو کسانو ته د کار د زمينې برابرولو او او هېواد کې د متوازن پرمختگ بېلگه ده، چې له مخې به يې د افغانستان يو مليون وگړي اوبو ته لاسرسی پيدا کړي».

نوموړي زیاته کړه، چې د پروژې په مرسته د هېواد ډېرو سيمو کې کرنه کې ښه والی راغلی او خلک د غلې، سبزۍ او ميوو له پلوه پر ځان بسيا شول.

د نړيوال بانک استازي تورو کونيشي د دې پروژې په اړه وويل، چې خوښ دی چې دغې پروژې د افغانستان ډېرو برخو سره مرسته کړې ده. هغه زياته کړه چې نړيوال بانک له دې امله د دې پروژې موده درې کاله نوره غځوي چې په تېرو لسو کلونو کې یې ښې پايلې لرلې دي.

د يادونې ده چې اوبو ته د لاسرسي دغه پروژه ۲۰۰۴ز کې پيل شوې وه او د افغانستان په ټولو ولايتونو کې فعاليت کوي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button