افغانستانسلايډ

نيپال افغانستان کې د خپلو خلکو پر کار بنديز ولگاوه

راپورونه وايي، چې نيپال افغانستان کې د خپلو اتباعو پر کار کولو بنديز لگولی. يوه لوړپوړي نيپالي چارواکي رسنيو ته ويلي، چې حکومت يې د هغو نيپاليانو په اړه جدي اندېښنه لري، چې په خطرناکو سيمو کې دندې ترسره کوي. دغه چارواکي زياته کړې ده، چې حکومت به يې ډېر ژر زرگونه هغه نيپاليان خپل وطن ته وروغواړي چې افغانستان کې پر کار بوخت دي.

د نيپال حکومت وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه، چې تېره اوونۍ کابل کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د بهرنيانو پنځلس تنه نيپالي ساتونکي ووژل شول او گڼ شمېر نور ټپيان شول. نيپال پرون اعلان کړه، چې خپل هيوادوال يې افغانستان کې له کاره منع کړي دي.

د نيپال د کار او گمارنې وزارت وياند گووندا ماني بهورتل ويلي: «حکومت يې تصميم نيولی، چې افغانستان ته د کار کوونکو په لېږلو محدوديتونه وضع کړی».

رسمي شمېرنې ښيي چې اوسمهال درې زره درې سوه نيپاليان افغانستان کې د امنيتي ساتونکو په توگه پر دندو بوخت دي، او زرگونه نور هم نور کارونه ترسره کوي.

د نيپال نورو چارواکو څرگنده کړې ده، چې د حکومت له لوري دغه گام د خلکو په ايسارولو کې اوږدمهاله اغېز نه لري او بايد د کنټرول لپاره يې خورا فعال گامونه پورته شي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button