سلايډنظر او تحلیل

نيويارک ټايمز: د ترکيې د ناکامې کودتا تر شا د چا لاس و؟

ترکي ليکوال نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې ليکلي، داسې نښې نښانې شته، چې د ترکيې د ناکامې پوځي کودتا تر شا د امريکا مېشتي ديني عالم فتح الله گولن لاس و.

ترکي ليکوال مصطفی اکيول وايي، چې ولسمشر رجب طيب اردوگان د فتح الله گولن د گوند او پلويانو گواښونو ته متوجه وو او د کودتا هڅه په داسې وخت کې وشوه، چې ولسمشر غوښتل په پوځ کې د گولن د پلويانو او خواخوږو ريښې وباسي.

ليکوال زياتوي، چې د ناکامې کودتا يو گډونوال اعتراف کړی، چې دا هڅې يې د گولن گوند په لارښوونه کړي دي.

د ليکوال په وينا ښاغلی گولن په خپل گوند کې يوازينۍ مرجع ده او خپل پلويان او خواخوږي يې يوازې يو ديني عالم نه، بلکې د ټولې نړۍ ژغورونکی «مهدي» بولي.

مصطفی اکيول مخکې ليکي، چې د گولن پلويان په دې اند دي، چې د دوی مشر په خوب کې پيغمبر عليه السلام ويني او ټول کارونه په خوب کې د پيغمبر عليه السلام په امر او لارښوونه ترسره کوي.

د فتح الله گولن مينه وال د ده په هېڅ کړنه او امر کې شک نه کوي، د گولن نږدې پلويان د ده ويناوې او امرونه ټيټپوړو او منځپوړو پلويانو ته رسوي او ټول پرې په سر سترگو عمل کوي.

ليکوال پوښتنه کوي، چې د فتح الله گولن گوند څه فعاليتونه لري؟

د دې پوښتنې ځواب مصطفی اکيول په خپله وايي، چې د گولن گوند د ښوونځيو پرانستل، د خيريه ټولنو لاسنيوی، د سولې او مينې خپرولو په موخه د غونډې او سيمينارونه جوړوي.

د پورته ښېگڼو سربېره ليکوال د گولن د يو نږدې مينه وال «چې اوس په خپل گوند شکمن شوی» له قوله وايي، د گولنيانو يو اړخ ډېر پټ دی، هغه دا چې له تېرو څو لسيزو راهيسې د گولن پلويان په دولتي ادارو، لکه پوليس، پوځ، قضا او نورو ادارو د لوړو څوکيو په ترلاسه کولو بوخت دي او په دې اړه له خپلو مذهبي مشرانو امرونه ترلاسه کوي.

د ليکوال په وينا د گولن پلويان په دولتي ادارو کې خپل هويت پټوي او له دې لارې هڅه کوي، چې ځانونه واک ته ورسوي.

لنډ مهالی ايتلاف

ليکوال د اردوگان او گولن پخواني ژوند په اړه وايي، چې د اردوگان عدالت او پرمختگ گوند څو کاله وړاندې د سيکولرانو پر وړاندې له ښاغلي گولن سره ايتلاف وکړ او اردوگان په دې اند و، چې د گولن د گوند عملي سټې په حکومتي چارو کې شاملې کړي، مگر له څه وخت تېرېدو وروسته دغه ايتلاف وشړېد.

د گولن دغه شکمن مينه وال مصطفی اکيول ته ويلي، چې د دوی د گوند موخې او ستراتيژي ډېره عميقه ده او دوی غواړي، چې بالاخره ځانونه واک ته ورسوي.

ليکوال د مقالې په پای کې وايي، چې د ناکامې کودتا رښتينې عاملين او لاملونه تر هغو نه شي په ډاگه کېدای تر څو چې نيول شوي او په کودتا کې ککړ کسان په عادلانه توگه محاکمه نه شي.

ليکوال ترکيې ته د گولن د ورسپارلو په اړه امريکا ته مشوره ورکړې، چې فتح الله گولن دې په دې شرط ترکيې ته وسپاري، چې په عادلانه توگه به محکمې ته وړاندې کېږي او اردوگان به پر محکمه خپل اغېز نه ساتي.

د ليکوال په وينا دې سره به د امريکا او ترکيې اړيکې نورې هم خوږې شي او پيدا شوي شکونه به هم له منځه ولاړ شي

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button