افغانستانخبرونهسلايډسيمه او نړۍ

نيويارک ټايمز: امريکايي پوځیان په پټه هلمند کې د طالبانو پر ضد جګړه کوي

هلمند له تېرو څو اوونيو یو ځل بیا د امريکايي پوځیانو او طالبانو د نښتو په ډګر بدل شوی دی.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د غربي او افغان چاوراکو له قوله ليکلي، چې امريکايي پوځیان او جنګي الوتکې هلمند کې طالبانو سره په مخامخ نښتو کې ښکېل دي.

يو غربي ډيپلومات نيويارک ټايمز ته ويلي، چې له تېرو څو اوونيو راهيسې د امريکا ځانګړي ځواکونه هلمند کې طالبانو سره په مخامخ نښتو کې ښکېل دي او له تېر کال راهيسې، چې بارک اوباما افغانستان کې د جګړه ييزو عملياتو د پای ته رسولو اعلان کړی و، هم ګڼو امريکايي پوځيانو هلمند کې طالبانو سره جګړې کولې.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې د ځانګړو عملياتو امريکايي پوځیان د افغان چارواکو په پټه غوښتنه او مشوره افغانستان کې د طالبانو پر ضد جګړې کوي. پنټاګون وايي، چې دوی بايد د تېر کال پای کې د اوباما له اعلان سره سم خپل جګړه ييز ماموريت پای ته رسولی وای، مګر د افغانستان په غوښتنه يې خپل عمليات د ناڅرګندې مودې لپاره نور هم غځولي دي.

نيويارک ټايمز د نوم نه ښودلو په شرط د يو غربي ډيپلومات له قوله وايي، چې د ځانګړو عملياتو او هوايي ځواک امريکايي پوځیان هلمند کې له طالبانو سره جګړې کوي: «د هلمند ولسواليو او مرکز لښکرګاه کې د طالبانو پراخ شتون به سويل کې د طالبانو ځواک نور هم ِغښتلی کړي.»

نيويارک ټايمز افغانستان کې د جنګيدونکو امريکايي سرتېرو په اړه د پنټاګون د وسله والو عملياتو له وياند ډګروال مايکل ټي لورن پوښتنه کوي، مګر نوموړي د دې پوښتنې د ځواب پر ځای دافغان امنيتي ځواکونو ستاينه کوي او د سوال نه ځوابولو هڅه کوي.
د نيويارک ټايمز د ټينګار پر مهال ډګروال مايکل وايي: «داسې پېښې ډېرې کمې پېښېږي، چې امريکايي پوځیان دې په جګړو کې برخه واخلي او افغان امنيتي ځواکونو د طالبانو او د هغوی د خواخوږو پر ضد درې ستر عمليات کړي دي.»

ډګروال مايکل د دغو درې سترو پوځي عملياتو د پايلو په اړه څه نه دي ويلي.
د هلمند ولايتي شورا رييس حاجي کريم خان اتل نيويارک ټايمز ته ويلي، چې طالبانو تېره اوونۍ د خانشين ولسوالۍ مرکز او امنيه قوماندانۍ ونيوله، څوارلس پوځیان يې ووژل او يوولس نور يې ټپيان کړل.

افغان امنيتي ځواکونه له امريکايانو د هوايي او ځکمني ځواک مرسته غواړي او وايي، که امريکايان مرسته ونه کړي، د هلمند نورې سيمې به هم د حکومت له لاسه ووځي.

د نظامي چارو کارپوهان وايي، چې ملي اردو او پوليس د بهرنيو پوځيانو له ځکمني او هوايي مرستې پرته د طالبانو د بريدونو مقابله نه شي کولای.
اروپايي ډيپلوماتانو نيويارک ټايمز ته ويلي، که امريکايي پوځیان د افغان امنيتي ځواکونو په ملتيا له طالبانو سره د جګړې ډګر تود ساتي، نو افغانستان به د اوږدې مودې لپاره د جګړې ډګر وي.

د څارونکو په اند امريکايي سرتېرو ۲۰۱۰ م کې د هلمند مارجه او سنګين د درنو تلفاتو او مالي زيان پر مټ نيولي وې، مګر د امريکايانو له وتلو سره سم دغه سيمې بېرته د طالبانو په واک کې شوې.

د صالح محمد په نوم د هلمند يو پوليس نيويارک ټايمز ته ويلي، چې په تېرو څو ورځو کې د امريکايي الوتکو په مرسته دوی د طالبانو پر ضد درې ستر عمليات وکړل.
په عين حال کې د هلمند ولايت وياند، عمر ځواک نيويارک ټايمز ته منلې، چې د هوايي ځواک تر څنګ پلي امريکايي سرتيري هم د طالبانو پر ضد جګړو کې برخه اخلي.

د راپور په پای کې نيويارک ټايمز کاږي، د هلمند شمال کې له کجکي او هلمند پرته ټولې سيمې له طالبانو سره دي، د روان کال په وروستيو کې يې نوزاد او موسی کلا ولسوالۍ ونيولې او باغران خو له تېرو لسو کالو د طالبانو په واک کې ده.

د تېر کال په پای کې، چې بارک اوباما افغانستان کې د خپلو سرتېرو جګړه ييز ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ، هغه مهال د نظامي او ستراتيژيکو چارو ځينو کارپوهانو ويلي و، چې د امريکا له لوري د جګړه ييز ماموريت د پای ته رسولو اعلان يوازې رسمي بڼه لري او امريکايان په جګړو کې عملي برخه اخلي، بلکې د عملياتو مشري به هم د امريکا پر غاړه وي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button