روغتياسلايډ

نوې څېړنه: له چرګې سره د خوب عجيبه ګټه

د پوهانو نويو څېړنو ښکاره کړې ده چې د ژوندۍ چرګه کولای شي د ملاريا د غوماشې له چيچلو او په دغه ترتیب د ملاريا مرض له انتقال څخه خلک وساتي. پوهانو ويلي دي چې چرګه داسې بوی لري چې يادې غوماشې ترې ځان ساتي.

پورتنۍ پايلې په اتيوپيا کې يوې څېړنې ښکاره کړي. څېړنه کې د ملاريا د غوماشې وينه تحليل شوې او ښکاره شوې چې په ۱۲ سوو غوماشو کې يوازې يوه غوماشه چرګه چيچي، نورې ټولې يا غواګانې چيچي، يا انسان او يا اوزه و پسه.

ياده څېړنه ښکاره کوي چې د ملاريا غوماشه ډېری وختونه او تر ټولو ډېر غواګانې چيچي. د دوی د غواګانو چيچلو سلنه ۶۳ ده او د انسان د چيچلو سلنه ۲۰ ده. دغه راز ۵ سلنه اوزې چيچي او څه کم درې سلنه پسونه چيچي.

دغه راز پورته څېړنې ښکاره کړې چې د ملاريا غوماشه له ځينو ځانګړو حيواناتو څخه د دوی د بوی له کبله ځان ساتي. پوهانو د تجربې په خاطر له يوولسو کسانو سره يوولس ورځې په کور کې په يوه کپس کې چرګې ساتلې دي. څېړنې ښکاره کړې چې هغه کورونه چې چرګې په کې نه شته، د هغو کورنو په نسبت چې چرګې په کې دي، د ملاريا د غوماشې ډېر ښکار ګرځي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button