خبرونهسلايډ

نوې څېړنه: په افغانستان کې د ناټو له حضور سره پنځوس سلنه د نشه يي توکو کچه لوړه شوې

د افغانستان په اړه نوې څېړنې ښودلې، چې په دغه هېواد کې د ناټو د حضور پر مهال پنځوس برابره د نشه يي توکو کر زيات شوی.

دغه څېړنه د روسيې د نشه يي توکو ادارې (RFDCS) له خوا شوې، چې پرون د دغې ادارې مشر په مسکو کې د افغانستان د مشرانو جرګې د رئيس، فضل الهادي مسلميار سره شريکه کړې او د دواړو حکومتونو چارواکو پرې مفصلې خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې دواړو خواوو منلې، چې په ۲۰۰۱ کې د ناټو له راتګ راهیسې نشه يي توکي په پراخه پيمانه توليديږي، تر دې چې د توليد لپاره يې په لوی لاس سترې سترې کارخانې جوړې شوي.

له دې مخکې هم څو ځله څېړنې شوي او په افغانستان کې يې د نشه يي توکو د کچې د لوړېدو او په کې د بهرنيانو د ښکېلېدو خبرداری ورکړی. په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو ادارې (UNODC) په خپل راپور کې خبرداری ورکړی و، چې په ۲۰۰۴- ۲۰۰۷ ميلادي کلونو کې د طالبانو د واک په پرتله د نشه يي توکو کر څو برابره زيات شوی، چې دغه کچه اوس لسګونه برابره لوړه شوې.

د همدې کال د مۍ د مياشتې په لسمه الجزيرې په خپل راپور کې ليکلي و، چې افغانستان د ټولې نړۍ ۹۰٪ سلنه اپين توليدوي، چې يوازې په تېرو دوو کلونو کې پنځلس لکه افغانان د نشې ښکار شوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button