پاموړسلايډ

نوی کال؛ د نړۍ اورلوبې او موږ…

شمسو

اوس مې د تلویزیون په مخ د نوي عیسیوي کال د رارسېدو په مناسبت د نړۍ په مختلفو ښارونو کې د اورلوبو نندارې ولیدې. د اورلوبو لومړنی څرک په شرق کې له استرالیا او جاپانه شروع شي او همداسې تر نیویارک او واشنګټن ډي سي ورروان وي. د اورلوبو دا نندارې واقعاً چې متاثروونکې دي. هلته رڼا، خوښۍ، ښادي، سوله، امنیت او پرمختګ…هلته چې اور د لوبې نښه او د ښادۍ خوښۍ ښکارندوی وي. داسې نه لکه دلته چې اور مو سوځوي او وژني مو!

خو د اورلوبو رڼاګانې له ځان سره ډېر نور پیغامونه هم لري. خصوصاً موږ ته چې له خپل داسې کلي دا د رڼاګانو لوبې وینو چې ایله مو د بټرۍ په لګولو سره ټلویزیون ته برېښنا تېره کړې ده! موږ اور یا د تناره وینو او یا د تت څراغ! موږ ته د نوي کال اورلوبې رښتیا هم نادرې دي.

هو، د سډني، لندن او واشنګټن اورلوبې او رڼاګانې موږ ته ډېر څه لري!

د نوي کال د اورلوبو لړۍ له ختیځه شروع کېږي، چې زموږ د درېيمې نړۍ هېوادونو ته رارسي، دلته په ارامۍ، خاموشۍ او تیارو کې تېره شي. داسې تیاره چې د بلا غمونو کیسې له ځان سره لري. موږ چې د ټلویزیون لګولو برېښنا له بټرۍ بود کړې وي، د نویو کلونو او نورو مناسبتونو د نمانځنې لپاره به څه ولرو!

موږ په دې ځان خوشالوو چې ۲۰۱۶ پردی کال دی، عیسوی کال دی، زموږ پرې څه. دا خو ده؛ خو موږ خپل مناسبتونه او خپلې خوښۍ کله داسې ونمانځلې شوای لکه د سډني او نیویارک هغه؟! د سډني او نیویارک اورلوبو پړکا دلته زموږ سترګې وبرېښوي… دا رڼاګانې رښتیا هم زورورې دي، څنګه چې د دوی د ښادۍ رڼاګنې زموږ سترګې برېښوي، دغسې يې د وسلو وېروونکې رڼا هم زموږ ژوند اخلي!

لکه څنګه چې د دوی د نوي کال خوښي زموږ سترګې رابرېښوي، دغسې يې پرمختګ، کار، زیار او هڅې و هاند موږ سره د پرتلنې نه دي. زموږ ورځ د تربره او کليوال د پرمختګ او خوښۍ په مخنیوي کې تېره شي، موږ د نورو په غم کې خپله خوښي لټوو، زموږ خوښي دا ده چې نور په تیارو کې وي، خو ځان مو هېر دی چې د نیویارک د اورلوبو د پړکا لیدو لپاره شپه رڼوو، ټلویزیون ته ناست یو او دلته ورته هوسېږو!

زموږ مناسبتونه به هغه وخت رنګین او رڼا شي، چې خپله خوښي د نورو په خوښۍ، خپل پرمختګ د نورو په هغه او خپله رڼا د نورو په ځلا کې وګورو، کنه تل به همداسې د یوه سپېره تلویزیون ښيښې ته ناست یو او د نورو د خوښيو پړکا او ځلا به مو سترګې رابرېښوي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button