روغتياسلايډ

نوک زېښل ناروغي ده؟

ځينې خلک د نوک زبېښلو په عادت اخته وي. د دغه عادت پرېښودل د نورو په څېر آسانه نه دي. نو پوښتنه دا ده، چې دومره مهم عادت چې انسان يې نه شي پرېښودلای، ناروغي ده او که عادي؟

د نوک زبېښلو اصلي وخت د ماشومتوب وخت، يا نوې ځوانۍ پر مهال شروع کېږي. د دغه عادت اصلي لاملونه مختلف دي. يا به د کورنۍ عادت وي، يا به د يوه کس خپل عادت وي. په هغو کورنيو کې چې غړو يې نوکان زبېښلې وي، د دې امکان ډېر دی چې ماشومان نوکان وزبېښي. له همدې امله، ډېری هغه ماشومان نوکان زبېښي چې مور او پلار يې دغه عادت لري.

دغه راز، هغه مهال چې يو څوک سخته کار ترسره کوي او خپل کنترول په کې له لاسه ورکوي، ښايي نوک زبېښل پيل کړي. همدارنګه د عصبي توب، بې حوصلېتوب او ځينې نورو ذهني مشکلاتو پر مهال هم انسان نوک زبېښل شروع کړي.

کارپوهان وايي چې نوک زبېښل له ذهني فشار سره نېغه اړيکه لري. يوه څېړنه ښکاره کوي چې هغه ماشومان چې نوکان زبېښي، لږ تر لږه يوه عصبي ناروغي لري. خو بله څېړنه بيا ښکاره کوي چې د نوک زبېښلو عمر له ذهني فشار سره کومه اړيکه نه لري.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button