د پرون کیسه

نوي وزیران او نوې هیلې

شپاړسم څپرکی:

کای ایډه – په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی استازی
ژباړن: سمیع الله ایلم

د ټولو مخالفتونو او شخړو باوجود چې د ژمي او مني په میاشتو کې وې، ځینې پرمختیاوې هم رامنځ ته شوې چې وعدې یې شوی وې او موږ ته یې په ځینو مهمو ساحو کې د پرمختګ امیدواری راکولې. کله چې زه د ۲۰۰۸ز په مارچ کې کابل ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه راغلم، ما زیاتره وزیران په ښه ډول سره پیژندل. زما صحبت نشین  هغه کسان وو چې مخکې یې هم ما نومونه اخیستي وو: سپنتا، رسول، اتمر، وردګ، بر علاوه له دوی د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر احسان ضیاء او د عامې روغتیا وزیر سید محمد امین فاطمی. خو د حکومت عمومي کیفیت نابرابر او نا انډوله و. د احقیقی ټیم نه و. یو دلیل به یې دا هم و چې د با تجربه او لایقو نوماندانو کمی و. او بل دا چې کرزي غوښتل هر ډول فشارونو او ډلو ته په حکومت کې په ځای ورکولو سره د هغوی قناعت حاصل کړي.

 که ده د خپل ټیم په ټاکلو کې ازاد لاس درلودی نو بیا به کیسه بل ډول وه. خو ده هیڅکله هم د افغان سیاسی ژوندانه اساسي اړتیاوې نشوای هیرولی. نه د امنیت او نه هم د اقتصاد وزارتونه هسې چې موږ غوښتل ونشوای لیدلی. له بلې خوا په دغو وزارتونه کې د ګډ کار هیڅ روحیه موجوده نه وه. د کورنیو چارو وزیر، ضرار مقبل د نړیوالی ټولنې غوصه او خفګان را پارولی و ځکه چې ده په بې کفایتۍ او په وزارت کې د فساد له کبله ځانګړی شهرت درلوده.

د دې منفي خويونو برسیره، بیا هم ولسمشر د هغه د ګوښه کولو په اړه هیڅ فکر ونه کړ. د مالیې وزیر انورالحق احدی لایق و خو په ټیم کې یې د کار کولو وړتیا نه درلوده. هماغه و چې خپل نږدې او مهم همکاران یې خپه کړل. کرهنه او زیربناوې افغانانو صرف نظر کړی وې او نړیوالو په کې هومره پانګه اچونه نه کوله چې اړتیا یې وه.

د اوبو او انرژی وزیر بدنام اسماعیل خان چې د هرات ظالم جنګ سالار ټاکل شوی و. هیڅ داسې څوک نه وو چې وزیران همکارۍ ته راوهڅوي او یا یې هم په ګډ دسترخوان سره کېنوي. خو سرچپه دوی به په خپلو کې د زیرمو او توجو لپاره له یو بل سره مقابلې کولې. د ۲۰۰۸ز په اوړي کې، داسې اوازې شولې چې حکومت کې به بدلونونه رامنځ ته شي. ما ته یو ډول هیلې پیداشوې چې نوی ټیم له نوو څیرو، اصلاحاتو او موثره سیاستوالو سره به میدان ته راودانګي. دا هم ښکاره وه چې ډیر زر به د کرهنې لپاره نوی وزیر تعین شي. دا یو ښه خبر او لومړنی مهم اقدام و. خو موږ باید له موقع ګټه پورته کړو تر څو لا نور بدلونونه رامنځ ته شي.

ما حالت د نړیوالو له یوې وړې ډلې سره مطرح کړ. زما په نظر دا به یو ښه کار وي چې کرزی دې ته وهڅوو چې د کورنیو چارو وزیر ګوښه کړي. دده وزارت یو له مهمو وزارتونو څخه و او دا مهمه وه چې په دې وزارت کې لوړ پوړي فاسد چارواکي له دندې ګوښه کړای شي څو په هیواد کې ارامي او ثبات رامنځ ته شي.  ما له ولسمشر سره د حکومت د جوړښت په اړه بلا خبرې درلودې. دا زما نظر و چې نوموړی نشي کولای چې په څو وزارتونو کې د بدلونونو په راوستلو سره څو د کورنیو چارو وزیر نه وي ګوښه شوی، په حکومت کې عام بدلون رامنځ ته کړای شي.

د کورنیو چارو په نه بدلون سره به کرزي لویدیځوالو ته یو منفي پیغام لیږداوه او هغه دا چې کرزی له اداري فساد سره مبارزې ته ژمن نه دی هغه هم په داسې حال کې اداري په فساد د هیواد دننه او د باندې د ټولو په خولو تاویدله. کرزي داسی یو وزیر ته اړتیا درلودله چې هم قوي وي، هم بسپنه ورکوونکو ته منلی وي او هم د کابل شاوخوا ولایتونو او لویو لارو کې له بد امنیتي وضعیت سره مقابله وکړای شي.

د ولسمشر ځواب دا و چې د امریکې متحده ایالات په ضرار باور لري او له ده سره یې تر دې دمه ښه کار کړی دی. د ده دلیل دا و چې کله امریکایان نه غواړي ضرار بدل شي، نو دی ولې دا کار وکړي؟ کرزي شاید غوښتل چې خپل وزیران وساتي او د امریکایانو خبره یې هسې خوشې بانه وه. ضرار نوموتی تاجک و او ښه انتخاباتي حوزه ورسره وه. د امریکایانو په منځ کې د ضرار په اړه نظریات ویشل شوي وو. هغو پوځیانو چې له ده سره یې کار کړی و، د ده په اړه یې په امریکا کې ادارې ته ډیر بد منفي نظر نه درلود. خو موږ باید ښه پولیس رامنځ ته کړي وای او دغه وزارت مو پاک کړی وای.

ما دغه مسئله له کونډلیزا رایس سره هم مطرح کړه. هغې وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو اداره زما اندیښنې له ولسمشر کرزي سره شریکې کړي دي او هیله یې وښودله چې کرزی به یې بدل کړي. له ډیرو بحثونو څخه وروسته، کرزی دې ته تیار شو چې لرې یې کړي. اوس نو بحث په دې و چې څوک به د ضرار ځای ناستی کېږي؟ ډیر نومونه دغه پوست ته وړاندیز کړای شول خو بالاخره ګوته په یوه سړي کېښودل شوه حنیف اتمر، زما د خوښې کاندید.

ستونزه اوس دا وه چې په هر پوست چې اتمر کار کړی و ځایناستی موندل یې سخت کار و. هغه د کلیو د بیارغونی او پراختیا او همدارانګه په پوهنې وزارت کې بریالیتوبونه درلودل. آیا نوموړی به هغه وزارت پرېږدي له کومه یې چې ډیر خوند اخیستی و او نتایج یې ډېر امید بخښونکي وو؟ ځه که دی یې پرېږدي نو څوک به د ده پر ځای راځې چې بسپنه ورکوونکو ته هم د منلو وړ وي؟ کله چې اتمر ته دغه خبره ورسیده نو ده هم په دې تشویش کې شو چې څوک به یې ځایناستی کېږي؟ بله خوا ده دا تشویش هم درلود چې په پاتې یو کال کې د ولسمشریزو ټاکنو څخه د مخه به دی په کورنیو چارو وزارت کې څه لاس ته راوړنې ولري.

دی پوهیده چې د نړیوالې ټولنې هیلې او توقعات به له ده څخه زیات وي او هغوی به د دغو هیلو په لاس ته راوړلو کې له بې صبرۍ هم کار اخلي. دی په دې پوهیده چې دده په راتګ سره به نړیواله ټولنه خوښه شي خو دی به د دې وړتیا ونه مومي چې د هغوی ډیرې غوښتنې او هیلې د لنډې مودې دننه پوره کړای شي.  د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ ناسته په نیویارک کې رانږدې کیدله. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه هم مطرح وه او بله خوا به د وزیرانو په کچه د هغو هیوادونو غونډه هم ترسره کیدله چې په افغانستان کې د زیاتو ځواکونو او مالي زیرمو له مخې مطرح وو.

په حکومت کې د بدلونونو خبره هغه دې پای ته رسیدله، او ما امیدواري درلوده چې نیویارک ته به له ځان سره ښه خبرونه ویسم. خو په هغه سهار چې ما کابل پرېښوده، ټیلیفون وګړنګید او ډیر نږدې افغان دوست راته وویل چې ولسمشر تصمیم نیولی چې په حکومت کې رامنځ ته کیدونکي بدلونونه به ځنډوي. آیا دا په واقعیت ولاړ یو راپور و؟ له کرزي سره د اونیو بحث وروسته، او مهمه یی لا دا چې موږ امیدواره وو چې خبره نور نو پای ته ورسیدله، ما تقریبا وغوښتل چې خپل سفر وځنډوم او په کابل کې پاتې شم. له افغانستانه داسې یو خبر درلودل هغه هم په داسې یوې حساسه مرحله کې له بد زیري پرته بل کوم کار نشو کیدای او غمجنه فضا یې رامنځ ته کوله.

موږ د خوشبینۍ پیچکارۍ ته اړتیا درلوده او په کابینې کې له بدلونونو سره دغه کار ډېر ښه ترسره کیده. پس له څو ټیلیفونونو، ما تصمیم ونیوه چې الوتکې ته پورته شم. له بېلابېلو خواوو سره له ټیلیفوني اړیکو وروسته تصمیم په دې شو چې څنګه دوبۍ ته ورسېږم، نو ولسمشر به را سره ټیلیفوني تماس ټینګ کړي. کله یې چې زنګ را وواهه نو یو ځل بیا یې ډاډ راکړ. هغه به ډیر زر وروسته له هغې چې له وزیرانو سره زما لومړنۍ ناسته تر سره شي، دغه بدلونونه اعلان کړي. ما ورڅخه وپوښتل چې زه به وزیرانو ته څه وایم؟ ځکه ما غوښتل چې وزیران یو څه د افغانستان او په دې هیواد کې د بدلونونو په اړه خوشبینه کړم. ده وویل” ورته ووایه چې یو ښه خبر شته!”

څو ورځې وروسته، ما له اتمر سره د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې ولیدل. دی د افغان هیئت غړی و. ده له ما څخه دده د ترفیع په موخه مننه وکړه. ” دا چې ما تا ته د یوې مهمې او نا ممکنې دندې ته د رسولو کمپاین وکړ، نو ما هم باید هم له تا څخه ورته هیله درلوده چې داسې کار به راته کوې.” ده وویل. د اکتوبر په ۱۱مه، اتمر په رسمي ډول معرفی شو. وروسته له هغه یې چې له افغان ملي شورای څخه د تائید رایه تر لاسه کړه نو نوي وزارت ته له رسیدو سره سم، په هماغه لومړی ورځ یې، خپله انرژي او مصمم والی وځلول. نور وزیران هم وټاکل شول. محمد آصف رحیمي د کرهنې وزیر شو او وحیدالله شهرانی د تجارت او صنایعو وزیر وټاکل شو.

دواړو مخکې د معینانو په توګه کار کړی و. د معینانو په توګه د کار کولو پر مهال دوی په خپلو وزارتونو کې انرژي پیچکاري کړې وه او له دوی څخه مخکې تیر شوو چارواکو باندې یې د لیاقت او کمال له مخې پښه اړولې وه. د ۲۰۰۹ز په فیبرورۍ کې، یو بل پرمختګ تر سره شو. د مالیې وزیر، ولسمشر ته په اقتصادی چارو کې د سلاکار، او د JCMB مرستیال مشر مقامونه د دوو او بیا په دریو کسانو په منځ کې وویشل شول. د درې واړو ترمنځ یو ډول رقابت و چې د دوی دغه کار زموږ همغږي لا پسې ستونزمنه کړه. د ولسمشر د اقتصادي چارو سلاکار، عمر زاخیلوال، د مالیې وزیر احدي او د JCMB د سپین ږیري مرستیال مشر هدایت امین ارسلا په پرتله دېر زیات غښتلی او د ستراتیژیک فکر لرونک کس و. د دې ټولو شیانو برسیره، زاخیلوال داسې ښکاریده چې ښه ټیم لوبولی شي. زه هیڅکله له احدی نه وم اغیزمن شوی. احدی تکړه وزیر و خو هیڅکله یې زما لیوالتیا د ملي پیوستون د پروګرام په برخه کې نه وه جذب کړې. د ملي پیوستون پروګرام داسې یو پروګرام د افغانستان په بیارغونه کې تر ټولو مهم او بریالی پروګرام و. ارسلا یو په زړه پوری او ارسطو ډوله سړی و خو هغه انرژي چې موږ ورته اوس اړتیا درلوده په کې نه ښکاریدله. کرزي د احدي استعفی د مالیې د وزیر په توګه دوه ځلې رد کړې وه. کرزی په دې پوهیده چې احدي به یې په ټولټاکنو کې په مقابل کې دریږي نو هڅه یې کوله چې څومره ممکن وي له ځان سره یی وساتي. ما د احدي په اړه خپله ناامیدي کرزي ته اظهار کړه. کله چې احدي خپله استعفی د دریم ځل لپاره اعلان کړه، نو د ولسمشر حوصله نوره پای ته ورسیدله او قبوله یې کړله. د ده په استعفی سره بس بیا نو یو متحرک لیډرشپ ته موقع پیدا شوله. ما په زاخیلوال د احدي د ځایناستي په حیث ګوته ګېښوده او ولسمشر په دې ډېر ښه پوهیده. د احدي له دریم ځل استعفی څخه وروسته چې کله ما د ولسمشر دفتر پریښوده، نو هغه راته وویل چې زاخیلوال به په یقین سره راتلونی د مالیې وزیر وي.

ما ولسمشر ته اطمینان ورکړ چې په دې کار سره به دی د نړیوالې ټولنې زړه وګټي. په حکومت کې د بدلون اثرات زر ښکاره شول. اتمر په منډه و. هغه په لومړۍ ورځ دا په ثبوت ورسوله چې نوموړی د وزارت او پولیسو په پاکولو کې جدي دی. کله چې نوموړی په هغې لومړۍ ورځ وزارت ته راورسیده، ځینې دفترونه وار له مخه خالي شوي وو. ډیری مامورین مخکې له دې چې له یوه مصمم وزیر سره مخامخ شي، پخپل مخ تللي وو. یو شمیر لوړپوړي پولیس صاحب منصبان له دندو ګوښه کړای شول، او غیر قانوني سرک بندونې چیرې چې پولېسو غیر قانوني پیسې اخیستې له منځه لاړې. د پولیسو د پېژندنې او د وزارت د اصلاحاتو په موخه نوي پلانونه جوړ شول. څو میاشتې وروسته له هغه چې دی په نوي پوست وګمارل شو، نو بسپنه ورکوونکو ته یې داسې پلان وړاندې کړ چې له مخې به یې د پولیسو په لیکو کې ۱۵۰۰۰ نوي پولیس د ۵۰۰۰ هغو نورو په ګډون چې د کابل د امنیت لپاره ځانګړي شوي وو، وړاندې کړ. دا لومړني، فوري اقدامات وو تر څو د مزاحمت پېښوونکو تمایلاتو مخه په ولایتونو او پایتخت کې ونیول شي.

د کرهنې وزیر خپل پلان د کرهنې د سکتور د نوي کولو په موخه وړاندې کړ. د تجارت او صنعت وزیر د خصوصي سکتور د کار د ښه کولو په موخه نوي ابتکارات تر لاس لاندې ونیول. د مالیې نوي وزیر، زاخیلوال داسې پلانونه وړاندې کړل چې په پلې کیدو سره یې د هیواد عاید لوړیدو، د حکومت دننه د اقتصادي چارو د نه همغږۍ ستونزه حلیدله، او د نړیوالې ټولنی د مرستو اغیز لا پسې زیاتیده. اوس نو نوموړی د مالیې وزیر، د ولسمشر لپاره د اقتصادي چارو سر مشاور او زما د JCMB مرستیال مشر و. دی د ولسمشر لپاره د اهمیت وړ کس و چې ولسمشر یې خبرو ته غوږ نیوه.

موږ د شپږو میاشتو په جریان کې د JCMB ناکامې ناستې درلودلې. موږ هڅه کوله چې یوه تصمیم نیونکی میکانیزم رامنځته کړای شو خو نتیجه یې ورنکړله. که خبره په ښکاره ټکو کې وکړم نو ویلی شم چې موږ هیڅ تصمیم نشو نیولی. بسپنه ورکوونکو د JCMB په اړه په ګیلو او شکایتونو پیل وکړ. دغه شکایتونه او ګیلې یې لومړی په خپلو منځونو کې وې خو بیا دغه شکایتونه دې حد ته ورسیدل چې په ډیرو سختو او له نزاکته وتلو الفاظو کې به یې له ما سره هم شریکولې. په دې اړه یوې غونډې کې نږدې شلو سفیرانو ما ته وویل چې نوره نو JCMB یو خوشې شی دی.

خو په حکومت کې د بدلون څخه وروسته، د دوی رویه بیا بدله شوه. نوي ابتکارات د نوو وزیرانو لخوا چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ملګرو لخوا ورسره همکاري کیده، رامنځ ته شول. د مارک وارډ چې څومره وس کیده هومره یې خپله مرسته د مالیې او کرهنې له وزیرانو سره وکړله. کریس الکسانډر له اتمر سره له نږدې کار وکړ چې د پولیسو په اصلاحاتو کې ورسره مرسته وکړي. له سفیرانو څخه اوس موږ د انتقاد پر ځای صفت اوریده. له افغانستانه څخه لیدونکو وزیرانو او نورو پارلماني هیئتونو به چې کله له ما سره لیدل نو د هغو بدلونونو په اړه چې نوي رامنځ ته شوي وو، خوښي ښودله. کله به مې چې د خلکو دغه مننې او د خوښۍ څرګندونې لیدلې نو دا تمه به راته پیدا شوله چې اوس نو د سیاسي بن بست د پای ته رسیدلو وخت را رسیدلی دی.

هغه مهال چې په حکومت کې د بدلونونو خبرې پیل شولې، د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې دفتر (UNODC) یو بل ښه خبر وړاندې کړ. د لومړي ځل لپاره په ډیرو کلونو کې، د کوکنارو په تولید کې د پام وړ بدلون راغلی و. له ۲۰۰۲ څخه، میلان هر کال په غلط لوري و. په کال ۲۰۰۷ز کې، د کوکنارو په تولید کې له ۳۴۰۰ ټنو څخه تر ۸۲۰۰ ټنو پوري زیاتوالی لیدل شوی و. دا نو بیخي لوړه شمیره وه ځکه چې هېڅکله په نړیواله توګه د مخدره موادو مصرف له ۴۰۰۰ ټنو څخه نه و زیات شوی. افغانستان د نړۍ د مصرفي بازار دوه چنده کوکنار تولیدول. تازه ارقامو ښودله چې دغه شمیره په کال ۲۰۰۸ کې ۷۷۰۰ ټنو ته راښکته شوېده. له کوکنارو د پاکو ولایتونو شمیر له دیارلسو څخه اتلسو ته اوچت شو. د افغانستان د مجموعي کوکنارو تولید ۹۸ سلنه په اوو جنوبي ولایتونو کې وه.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې چې تېر کال د تریاکو د سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه شمېرل کېده، سږ کال په کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی دی. په افغانستان کې د تریاکو له مجموعي تولید څخه، ۹۸ سلنه یې په ۷ سویلي ولایتونو کې تر سترګو کېده. د ۲۰۰۸ میلادي کال نتایجو هم وښودله چې د کوکنارو د کښت او حاصلاتو له منځه وړل چې د قاچاقبرانو نه یې بې وزلو کروندګرو ته زیات زیان رسولی دی، موثریت نه درلود.

سږ کال، صرف د کوکنارو ۵۴۸۰ (۲۱ مربع میله) هکتاره کښت له منځه وړل شوی. دغه مقدار په خپل ذات کې د هغې تخریب شوې ځمکې چې تېر کال تخریب شوې وه، یوه ربع کیدله. د بشري تلفاتو او اقتصادي زیرمو د لګښت له کبله دغه مقدار خورا لوړ و. د دغه محدود مقدار ځمکې د له منځه وړلو له کبله ۷۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و. د یوې هيکتار ځمکې تصفیې باندې ۳۶۰۰۰ ډالره لګښت راغلی و. که چیرې دغه لګښت له کولمبیا سره پرتله کړو چې په هيکتار ځمکې ۱۰۰۰ ډالره مصرف راغلی و، خورا زیات لګښت و. نو اوس کیدای شي پوښتنه پیداشي چې له کوکنارو تصفیه شوې ځمکه خو ډېره کمه وه نو د کوکنارو په تولید کې کمښت له کومه رامنځ ته شو؟

ځواب دا دی چې پخپله بزګرو تصمیم نیولی و چې نور نو کوکنار ونه کري. بل دلیل دا هم کیدای شي چې ځینو والیانو ښه رهبري له ځانه وښودله چې د کوکنارو کښت يې له کمښت سره مخامخ کړ. دریم دلیل په زیاتو ولایتونو کې د کلیوالي بیارغونې پروګرامونه پلي کول وو چې بزګران یې دې ته متقاعد کړل چې د کوکنارو له کښت څخه تیر شي. وچکالي هم ددې سبب شوې وه چې د کوکنارو حاصلاتو ته زیان ورسوي. د اخري دلیل په توګه علما هم یادولای شو چې د پخوا په پرتله یې اوس مهال ډیر ځانونه مسوول ګڼل. په ورته وخت کې دا هیله هم نه وه چې ورته پیښې به راتلونکی کال هم تکرار شي څو د کوکنارو کښت له کمښت سره مخامخ کړي.

له جرایمو ا و مخدراتو سره د ملګرو ملتونو د دفتر مشرې ماریا کوسټا ویل چې موږ ایله د یوه کال د ابتکاراتو په اړه غږیږو په داسې کال کې چې دغه کار په یوه کلتور نه دی بدل شوی او دایمې شکل یې نه دی خپل کړی. ددې امکان شته چې راتلونکی کال موږ دغه لاس ته راوړنې ونلرو او یو ځل بیا د مخدراتو په برخه کې د مبارزې له ناکامۍ سره مخامخ شو. خو که هر څه وو، موږ کولای شول دغه کال ووایو چې کوکنارو کرکیله کمه شویده او بله دا چې د کوکنارو کرکیله د ټول افغانستان ستونزه نه ده بلکې یوازې د جنوب په څو ولایتونو کې کرل کېږی او بس!

لږ وروسته، د ۲۰۰۹ز لپاره ارقام وړاندې شول. دغو ارقامو هم ښودله چې د کوکنارو کرکیلې کمښت به ادامه ومومي او همداسې و هم شول. کله چې ټول ارقام د ۲۰۰۹ز په اړه وړاندې شول نو پوه شولو چې د کوکنارو حاصل ۶۹۰۰ ټنو ته راښکته شوی دی او د هغوی ولایتونو شمیر چې له کوکنارو تصفیه شوي او د کوکنارو کرل یې پرېښودلي ۲۰ ته رسیدلي دي. د خوښۍ ځای خو دا و چې په هلمند کې د کوکنارو کرکیله یو په دری کمه شوې وه. هلمند په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په برخه کې ځانګړی شهرت لري.

د کرهنې وزیر دغه ابتکار چې مشروع حاصل به زیاتوي، د کورنیو چارو وزیر عزم چې وزارت به له فاسدو چارواکو تصفیه کوي، د مالیې وزیر پلان چې په پلي کیدلو سره یې د هیواد عایدات ډېرېدل، او د سوادګرۍ او صنایعو وزیر ابتکارات چې د خصوصي سکتور د ودي سبب کیده، ټول دغه ابتکارات او پلانونه ددې سبب شول چې افغان حکومت د افغانانو او نړیوالې ټولنې اعتبار جلب کړي او د خلکو هغه شکونه یې یو څه کم کړل چې ویل یې افغان حکومت د فساد او د کوکنارو په له منځه وړلو کې بې تفاوته دی. بالاخره، مونږ هیله من یو چې ځینې منفي تګلارې بدلون ومومي.

زما په دفتر کې هم یو لړ بدلونونه رامنځ ته شول. ټام ګریګ د واده په موخه را څخه لاړ. ما دده د ځای د ډکولو په موخه یو بل وړ کس، سکاټ سمیت چې د ملګرو ملتو د نیویارک په دفتر کې یې دنده ترسره کوله، په دنده وګماره. سکاټ سمیت په افغانستان کې تقریبا یوه لسیزه اوسیدلی و او دلته یې پراختیايي کارونه له نږدې څارلي وو. په ملګرو ملتونو کې نوموړی د افغانستان د ټیم مشر و. د هغه سیاسي وړتیاوې داسې وې چې ساری یې نه لیدل کیده. د سیاسي ویناوو او راپورونو په لیکلو کې خدای ځانګړی استعداد ورکړی و. د دې ځانګړتیاوو برسیره یوه بله وړتیا یې دا وه چې د ملګرو ملتونو سیسټم یې ډېر ښه پېژنده.

د دې کتاب نورې برخې دلته ولولئ:

      نورې برخې

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button