افغانستان

نورستان: ترافيکي پېښې شپږ زده‌کوونکي وژلي

نورستان کې له يوه پله د موټر لوېدو پېښه کې شپږ زده‌کوونکي او يو موټر چلوونکی وژل شوي دي. پېښه د نورستان مرکز پارون ته څېرمه پوسته جنگل سيمه کې رامنځته شوې ده.

ولسي جرگه کې د نورستان د خلکو استازي مولوي احمد الله موحد د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د موټر ټولې اووه سپرلۍ وژل شوې دي. موحد وايي، دغه زده کوونکي د کانکور ازموينې لپاره مرکز پارون ته تللي وو او د بېرته راستنېدو پر مهال يې موټر له پله لاندې ولوېد، چې په پايله کې يې ټول ووژل شول.

د موحد په وينا دغه پل له دوو کلونو را په دې خوا تر جوړېدو لاندې دی، خو د نورستان په دولتي ادارو کې د پراخ فساد له امله يې کار تر اوسه نه دی بشپړ شوی.

نوموړي پر دولت پړه واچوله، چې د لارو د سختيو له امله يې نورستان په خپل حال پريښی او په ښه او بد يې کار نه لري.

د سيمې خلک وايي، د لارو د خرابۍ او نشتوالی له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي او بيا بيا دغه ډول پېښې رامنځته کېږي. هغوی وايي، ولايت يې د بيا رغونې په نوم پروژې له سره نه پېژني.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button