افغانستانسلايډسيمه او نړۍ

نواز شریف ډاکټر عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې

د اجراییه رییس دفتر خبر ورکړی چې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ډاکټر عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې. خبر زیاتوي چې نواز شریف دغه بلنه په کابل کې د پاکستان د سفیر ابرار حسین له لارې ورکړې. د خبر له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله له پاکستاني سفیر سره ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي او مناسب وخت کې به د پاکستان سفر وکړي.
تر دې وړاندې اجراییه رییس غوښتل چې د اسلام اباد سفر وکړي خو د مۍ په ۲ کابل کې د ملي امنیت پر دفتر چاودنه د دې لامل شوه چې اجراییه رییس خپل سفر پاکستان ته لغوه اعلان کړ.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button