خبرونهسلايډ

نواز شریف د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره مرسته غواړي

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف نن د نیویارک په لوري له سفر څخه مخکې رسنیو ته وویل چې غواړي له نړیوالې ټولنې څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د مرستې غوښتنه وکړي. د نواز شریف د سفر موخه په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په راتلونکي غونډه کې برخه اخیستل دي.

نواز شریف به د سپتمبر په ۲۱ په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان په ارزښت او اهمیت خبرې وکړي او نړیوالو ته به په دې اړه ډاډ ورکړي چې د نړۍ په روانو ستونزو کې پاکستان څنگه رول لوبولی شي.

نواز شریف د کابینې په غونډه کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو وخت د ۲۰۱۷ کال د مارچ تر میاشتې پورې غځولی دی.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button