افغانستانسلايډ

نن له افغانستانه د شوروي عسکرو د وتلو ۲۷ کليزه نمانځل کيږي

نن له افغانستانه د شوروي يرغلګرو د ماتې او وتلو ۲۷مه کليزه ده، چې شاوخوا نهه کاله يې افغانستان اشغال کړی و، د شوروي يرغل پر مهال ميلوينونو افغانان ايران او پاکستان ته کډوال شوي او يونيم ميليون نور د شوروي يرغلګرو په بريدونو او بمباريو کې شهيدان شوي.

د شاوخوا نهه کاله مستقيم يرغل په پايله کې شوروي پوځيان د مسلمانانو د ټينګ جهاد په برکت شوروي پوځيان د جنرال ګروموف په مشرۍ له افغانستانه ووتل، مګر بدبختانه افغان مجاهدينو په ځانګړې توګه ليډرانو د شوروي يرغل ځای په مناسبه توګه ډک نه شو کړای، د څوکۍ هوس او نشې له امله يې پلازمېنه کابل او ټول افغانستان د خپلمنځي جګړو ډګر وګرځاو.

افغانان هر کال د دلوې په شپږويشتمه د شوروي لښکرو د ماتې ورځ په ډېر فخر نمانځي او د افغان مسلمان ولس دا مېړانه د تاريخ بې ساري باب بولي.

ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکټرعبدالله او نورو لوړپوړو چارواکو د شوروي سرلښکرو د وتلو په مناسبت غونډې ته په خپلو خبرو کې افغانانو ته د شوروي لښکرو د ماتې مبارکي وويله او دا يې د افغانانو ستره مېړانه او لاسته راوړنه وبلله.

په عين حال کې وسله والو طالبانو هم د يوې اعلاميې په ترڅ کې د افغان ولس دا مېړانه ستايلې او ژمنه يې کړې، چې «امريکا او ناټو ته به هم د شوروي لښکرو په څېر ماتې ورکړي.»

شوروي لښکرو د ۱۳۵۸ل د جدي په شپږمه پر افغانستان يرغل وکړ او د ۱۳۶۷ل د دلوې په شپږويشتمه له افغانستانه ماتې خوړلي ووتل.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button