افغانستانراپورونه

نن به د طالبانو پاتې زندانیان ازاد او راتلونکې اونۍ به حکومت او طالبان مخامخ خبرې کوي

راپورونه وایي، په تېرو دوو ورځو کې افغان حکومت د طالبانو نېږدې ۲۰۰ بندیان خوشي کړي او طالبانو یې په مقابل کې د افغان حکومت څلور کومانډویان ازاد کړي دي.

د سرچینو په وینا، د زندانیانو د تبادلې پروسه پيل شوې او ټاکل شوې چې نن دغه بهیر بشپړه شي او په راتلونکې اونۍ کې به د حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو لړۍ پیل شي.

دواړو لورو تر اوسه په رسمي توګه په اړه څه نه دي ویلي، خو دې سرچینې بهرنیو رسنیو ته ویلي چې ښایي نن چهارشنبه افغان حکومت پاتې ۱۲۰ طالب بندیان هم خوشي کړي او په دې سره به مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم منلې چې په تېرو دوو ورځو کې یې ځینې بندیان خوشي شوي دي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button