افغانستان

ننگرهار کې چاودنې شپږ قومي مشران وژلي

راپورونه څرگندوي، چې ننگرهار کې د یوې چاودنې په ترڅ کې شپږ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د کابل نیوز له راپور سره سم يوه ځانمرگي بریدگر نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې هغه مهال ورسره چاودېدونکي توکي والوزول، چې د يوه قومي مشر مېلمستون ته ور ننوت.

دغه قومي مشر د پچيراگام ولسوالۍ دی او د جلال اباد ښار په شپږمه حوزه کې اوسېږي. چاودنه کې تر دې دمه د شپږو قومي مشرانو د وژل کېدو او شپږ تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

عيني شاهدان وايي، چې د پچير اگام دغه قومي مشران د ښايسته خان مېلمستون کې د دې له پاره راټول وو، چې د دې ولسوالۍ پر امنيتي وضعيت خبره وکړه.

يادې ولسوالۍ کې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د داعش جگړه مارو، طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جگړه روانه ده، چې له امله يې لسگونو ولسي وگړو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده. امنيتي ځواکونه ادعا کوي، چې داعش جگړه مار يې په شا تمبولي دي، خو د سيمې خلک وايي، چې لا هم شپږ کلي د هغوی تر ولکې لاندې دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button