افغانستان

ننگرهار ولايتي شورا: حکومت د خلکو په ستونزو اوارولو کې پاتې راغلی

د ننگرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړو او په ولسي جرگه کې د ننگرهار د خلکو استازي فريدون مومند د دې شورا دروزاه پر ځايي حکومت د اعتراض په توگه تړلې ده.

هغوی ويلي دی، چې د شورا دروزاه يې ننگرهار کې د نا امنۍ او اداري فساد د ډېروالي او د والي د بې کفايتۍ له کبله تړلې ده او تر هغه به تړلې وي، چې تر څو د دوی غوښتنې نه وي منل شوي. دوی حکومت گواښلی دی، چې که خبره يې وانه وري، د کابل- جلال اباد لويه لار به هم وتړي او له حکومت سره به پريکون اعلان کړي.

د ولسي جرگې غړي فريدون مومند وويل: «د نا امنۍ او فساد ډېروالی، د والي بې کفايتي او د خلکو ستونزو ته نه لاسرسی زموږ لوی اعتراضونه دي». نوموړي پژواک سره خبرو کې زياته کړه: «ولايتي شورا د ولس کور دی، خو دوه کاله کېږي چې دولت د دې شورا هيڅ غوښتنه نه مني، نو چې د ولس غوښتنې نه منل کېږي ولايتي شورا د څه لپاره؟».

د ولايتي شورا غړو هم ځايي چارواکي د بې امنيتۍ او فساد په وړاندې بې غوره وبلل او والي يې په بې کفايتۍ تورن کړ. د شورا يوه غړي جاويد زمان وويل: «که والي ولسمشر ته ډېر اهل ښکاري نو له ځان سره دې يې مشاور کړي، د ننگرهار د ولسونو له اوږو دې دا بار لرې کړي».

بل پلو د ننگرهار ځينې اوسېدونکي په دې نظر دي، چې د ولايتي شورا غړي دا کارونه د خپلو گټو لپاره کوي او چې کله يې هم خپلې گټې پوره شي، د ولس ستونزې يې له ياده ووځي. همدا لامل دی چې د ننگرهار د کليوالو سيمو سربېره د دې ولايت د ښار امنيت ورځ له بلې خرابېږي. د ښار اوسېدونکي دا مهال له غلاو، تښتونو او وژنو سخت سر ټکوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button