افغانستانسلايډ

ننگرهار: د امريکایي ځواکونو بمبار څلوېښتو ملکيانو ته مرگ ژوبله اړولې

ننگرهار کې د امريکایي ځواکونو يوه تازه بمبار کې لږ تر لږه څلوېښت تنو ملکيانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د پېښې پخلی کړی او څرگنده کړې يې ده، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې تېره شپه اته بجې د اچين ولسوالۍ په شډل بازار کې توغندي توغولي. نوموړي د پېښې په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته ويلي، چې په دې بريد کې ديارلس تنه ملکي وگړي وژل شوي او څوارلس نور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړې ده، چې بريد د ننگرهار د عامې روغتيا وزارت د يوه کار کوونکي پر کور شوی، چې تازه له حجه راستون شوی و او خلک يې ليدو ته ورتلل.

اچين کې د سيمه‌ييزو پوليسو قوماندان ملنگ رسنيو ته ويلي، چې بريد کې ديارلس تنه وژل شوي او اووه ويشت نور ټپيان دي، چې ټول ولسي وگړي دي.

په خپله امريکايي ځواکونو لا تر دې دمه د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په نږدې تېرو ورځو کې هم امريکايي ځواکونو د روزگان مرکز ترينکوټ ته نږدې د ملي پوليسو پر يوه پوسته دوه توغندي وتوغول او اته تنه پوليس يې په کې ووژل. هغوی ياده پېښه د خپل کسات لپاره بللې وه.

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه يو وار بيا وروسته له هغه ډېر شول، چې امريکایي ولسمشر بارک اوباما دلته مېشتو بهرنيو پوځيانو ته جگړه کې د وسله والو پر ضد پوره ازادي ورکړه، د ملي يووالي حکومت د اوباما د دې پريکړې هرکلی وکړ او دا يې د وسله والو په ځپلو کې اغېزمن وباله. خو د افغانستان ډېری اوسېدونکي شکايت کوي، چې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريدونو تر ټولو ډېر قربانيان ولسي وگړي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button