افغانستانسلايډ

ننگرهار: دولتي ځواکونو خوشې کړې سیمې داعش بېرته نيولي

د ننگرهار د شينوارو ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې امنيتي ځواکونه د تېرې پنجشنبې په ورځ له هغو سيمو وتلي چې څه موده مخکې يې له داعشه نيولې وې او اوس داعش ډله بېرته په دې سيمو کې ځای پر ځای شوې ده.

د شينوارو خلک وايي، چې د کوټ، اچين او هسکې مېنې ولسواليو ډېری سيمې بېرته د داعش لاس ته ورغلې دي.

د دې ولسواليو اوسېدونکو سلام وطندار سره خبرو کې څرگنده کړې ده، چې امنيتي ځواکونه پرته له دې چې ځايي مخور او مشران خبر کړي له سيمو وتلي دي. د دوی يوه ستره برخه شکمن دي، چې دولت د دې ډلې د ځپلو اراده نه لري او کړي عمليات يې هم نمايشي دي. د خلکو په وينا امنيتي ځواکونه د شپې وتلي او لامل يې معلوم نه دی.

يوه ځايي اوسېدونکي وويل: «د سيمو له نيولو وروسته که هلته امنيتي کمربندونه او پوستې جوړې نه شي، عمليات څه گټه لري».

د شينوارو مشرانو پخوا هم بيا بيا له دولتي مشرانو سره خبرو کې ويلي وو، چې حکومت نه غواړي داعش له منځه يوسي. هغوی همدا راز څرگنده کړې وه چې د بهرنيانو په هوايي بريدونو کې هغه قومي مشران او وسله وال په نښه کېږي، چې د داعش ډلې پر ضد جنگېږي.

د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي له يادو سيمو د امنيتي ځواکونو وتل يو تاکتيکي گام بولي او وايي، چې له دې وروسته به دغه ډله په اسانۍ له منځه يووړل شي.

د پوځي چارو کارپوه انور سلطاني له دې سيمو د حکومتي ځواکونو شاتگ ظالمانه او غير معقول بللی او دولت يې د سياسي ارادې په نه شتون تورن کړی دی. نوموړي دا جگړه د څوکۍ او شخصي گټو لپاره بللې او وايي، چې دا به د ننگرهاري ولس پر مخ دويمه څپېړه وي.

د يادونې ده چې ننگرهار کې د داعش ډلې د فعاليتونو له پيل راهيسې زرگونه کورنۍ کډه کولو ته اړ شوې دي او لا هم په سپېرو ډاگونو شپې ورځې سبا کوي، خو حکومت ورته کومه ځانگړې پاملرنه نه کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button