افغانستانراپورونه

ننګرهار کې لس چاودنې شوي خو څوک پکې نه دي وژل شوي

جلال اباد کې د روغتون چارواکي وايي، له چاودنو دوی ته ۳۲ ټپیان وروړل شوي دي چې په دې ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

نن دوشنبې ورځ چې د خپلواکی د سلمې کلیزې سره برابره وه، د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې هم ددې ورځې د لمانځلو لپاره ځانګړي جشنونه نیول شوي وه، په دې ښار کې ددې جشنونو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي وه خو بیا هم په دې ښار کې لس چاودنی شوي دي چې تر اوسه پکې څوک نه دي وژل شوي خو د ۳۲ پورې ټپیان يې درلودل.

جلال اباد کې د روغتون چارواکي وايي، له چاودنو دوی ته ۳۲ ټپیان وروړل شوي دي چې په دې ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې نن دوشنبه ۱۰ چاودونو د ټول ښار فضا بدله کړه او هلته یې د افغانستان د خپلواکۍ د سل کلنۍ جشن ګډوډ کړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، نن په جلال اباد کې ۶ ماينونه هم خنثی شوي دي.

ننګرهار کې نن تر ټولو لوی چاودنه د خوږياڼو ولسوالۍ چمتلی سېمه کې شوي چې ۴۰ تنه ټپیان درلودل، دا بریدونه به داسې حال کې کیږي چې وړمه شپه د کابل په شپږمه ناحیه کې هم د ملکیانو د واده پر مراسمو ځانمرګی برید وشو چې ۶۳ تنه پکې ووژل شول.

Tags

ورته مطالب

Back to top button