انځور

ننګرهار: سره‌رود خونړۍ چاودنه – انځورونه

د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې چاودنې مالي او ځاني تلفات اړولي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي په دغه پېښه کې د ۲۲ کسانو ټپي کېدنې پخلی کړی دی. هغه ویلي چې یوې موټر بمب د سره‌رود امنیه قومندانۍ سره نېږدې وچاودید چې له کبله يې ۱۵ ملکیان او ۷ پولیس ژوبل شول.

د ننګرهار والي سلیم کندوزي په دغه پېښه کې د یوه جومات، امنیه قومندانۍ، ابتدايه محکمې ودانۍ او د بازار ۲۵ دکانونو د تخریب خبر ورکړی دی.

کندوزي ویلي چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي او تر دې دمه څرګنده نه ده چې دغه چاودنه چا کړې ده.
sarkhod face 5 sarkhod face 4 sarkhod face 3 sarkhod face 2 sarkhod face 1

 

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button