افغانستانخبرونه

ننګرهار: سرخرود کې موټر بمب چاودنه شوې

نن سهار مهال د ننګرهار په سرخرود کې موټر بمب چاودنه وشوه چې له امله یې ۱۲ تنه ټپیان شول. د الجزیره شبکې له راپور سره سم، چاودنې درې پولیس وژلي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي: «یو موټر چې چاودیدونکي مواد په کې ځای پر ځای شوي و د یوې حکومتي ودانۍ تر څنګ د ځانمرګې له لورې چاودنه وکړه». مسوولینو زیاته کړه چې «دغه چاودنه سهار ۶:۳۰ شا او خوا کې وشوه چې له امله یې ۵ تنه پولیس او ۷ تنه ملکیان زخمیان شول».
تر دې دمه د پېښي مسوولیت د حکومت کومې وسله والې مخالفې ډلې په غاړه نه دی اخېستی.
د پېښې جزیات به وروسته پر لیکه شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button