افغانستان

ننګرهار: د يوې کورنۍ اته غړي په مرموزه توګه وژل شوي

تېره شپه د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په مرزا کلا کې د يوې کورنۍ اته غړي په مرموزه توګه وژل شوي دي.

پېښه د يوسف په نامه د پکتيا د يوه اوسېدونکي په کور کې رامنځته شوې ده، نوموړی له تېرو څو کلونو راهيسې دلته مېشت و.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې تېره شپه درې تنه مېلمانه د يوسف کور ته ورغلي وو، له ډوډۍ خوړلو وروسته کله چې ټول ويده شوي، مېلمنو د کور اته تنه وژلي دي. د هغه په وينا وژل شوي کسان پنځه تنکي کوچنيان، يوسف، د هغه مېرمن او د هغه مور دي.

وژونکو له پېښې وروسته دروازه له بهره قلف کړې ده او پر خپله مخه تللي.

ځايي پوليس وايي، د پېښې د عاملينو په اړه يې تر اوسه څه معلومات په لاس کې نه شته، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button