پاموړ

نن؛ ستاسو هغه سبا دی چې پرون ورته په تمه وئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

همدا اوس مو په زړه کې همېشنۍ مینې ته ځای ورکړئ او له خپلو ټولو ښېګڼو کار واخلئ، څو همدا نن خوښ و اوسئ او نن مو د ژوند تر ټولو ښه ورځ حساب شي.

همدا اوس چې تاسو په کې ژوند کوئ، دا داسې یوه شېبه ده چې تل پاتې ده او هېڅکله به مو هم له یاده ونه وځي.

اجازه مه ورکوئ چې هېڅ ډول ستونزه او تشویش مو وخت در ضایع کړي؛ ځکه همدا نن ستاسو هغه سبا دی چې پرون ورته په تمه وئ. کرونین وایي: “تشویش هېڅکله د سبا غم او ستونزه له منځه نه وړي، بلکې له نن څخه دې هم وروسته پاتې کوي.” په ژوند کې هغه شېبې چې ستاسو پر راتلونکې اغېز پرېباسي، همدا نن دی. په هېڅ قيمت سره دغه وخت له لاسه مه ورکوئ، څومره توان چې لرئ، له همدې نن څخه ګټه پورته کړئ او له ژونده پوره پوره خوند واخلئ.

دغه مطلب هره ورځ ولولئ او دا هم مه هېروئ چې د نړۍ لویه برخه ستا په ذهن کې ده، که مو دا خبره درک کړه، پوه شئ چې نړۍ به تر پښو لاندې کړئ او هېڅ خنډ به ستاسو مخه ډپ نه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button