افغانستانراپورونه

نبیل: ولسمشر غني د ۳۰ میلونه ډالرو په بدل کې فیروزي ازاد کړي

د ولسمشر غني له لوري په خپاره شوي فرمان کې راغلي، خلیل الله فيروزي د ناروغۍ له امله له زندانه ازاد شوی دی.

رحمت الله نبیل چې د ملي امنیت پخوانی مشر او اوس د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند ده ادعا کوي چې ولسمشر غني خلیل الله فیروزي د ۳۰ میلونه ډالرو په بدل کې له زندان څخه ازاد کړي ده.

رحمت الله نبیل په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، داسې موثق اسناد لري چې ولسمشر غني خلیل الله فیروزي چې یو د کابل بانک د بحران اصلي تورن ده د ۳۰ میلونه ډالرو په بدل کې ازاد شوي .

د ولسمشر غني له لوري په خپاره شوي فرمان کې راغلي، خلیل الله فيروزي د ناروغۍ له امله له زندانه ازاد شوی دی.

د رپوټونو له مخې ولسمشر غني د خلیل الله فیروزي د روغتيايي حالت د څېړلو لپاره ځانګړی کميسيون ټاکلی و او دغه کميسيون ولسمشر ته په خپل راپور کې ويلي، د فیروزي وضعیت ترينګلی دی او که په زندان کې هغه ته زيان ورسيږي، حکومت به له سختو نيوکو سره مخ شي.

اشرف غني د څېړونکي پلاوي وړانديزونه قانوني بللي او امر يې کړی، چې فيروزي بايد له زندانه خپل کور ته ولېږدول شي.

خو د اشرف غني مخالفين تور پورې کوي، چې خلیل الله فيروزي د امرالله صالح په غوښتنه او فشار خوشې شوی او غواړي له دې لارې په راتلونکو ټاکنو کې د امرالله صالح د رايو برخه غوښنه کړي.

صالح د ملي امنيت پخواني رئیس و، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني دولت ساز ټيم لومړنی مرستيال دی.

فیروزي د کابل بانک د قضيې اصلي ونډه وال و، په ۱۳۹۷ کال کې د مالي فساد او پيسو سپينو په تور په لس کاله بند محکوم شو، هغه بايد ۱۳۷ ميليونه وهل شوي ډالر او ۵۹ ميليونه د هغې جريمه حکومت ته سپارلې وای، چې ټول ټال ۱۹۶ ميليونه ډالر کيږي.

نوموړی د ګډ حکومت په لومړيو کې له زندانه خوشې شوی و، د زيرک ښارګوټي په ابادۍ کې يې پانګونه هم وکړه، خو هغه مهال د خلکو له ډېرو نيوکو وروسته بېرته زندان ته ولېږدول شو.

Tags

ورته مطالب

Back to top button