افغانستانسلايډ

ناټو: د طالبانو استخبارات د پخوا په پرتله پياوړي شوي

افغانستان کې مېشتو د ناټو ځواکونو مرستيال وياند چارلز کليفلنډ څرگنده کړې ده، چې د وسله والو طالبانو استخبارات د پخوا په پرتله پياوړي شوي دي او دغې ډلې په خپلو جنگي تاکتيکونو کې بدلون راوستی دی.

ښاغلي کليفلنډ زياته کړې ده، چې طالبانو خپل بريدونه ډله‌ييز کړي دي او د ولسواليو او ولايتونو پر مرکزونو ډله‌ييزې حملې کوي. نوموړي دغه خبرې پرون کابل کې يوې خبري غونډې ته وکړې.

کليفلنډ څرگنده کړه: «د طالبانو استخبارت د تېر وخت په پرتله پياوړي شوي او منسجم شوي دي او دغه ډله له نويو پوځي تاکتيکونو په گټه اخيستو په ډله‌ييزه او همغږې توگه بريدونه کوي». هغه زياته کړه، چې طالبانو په دې وروستيو کې د تبليغاتي فعاليتونو په ډېرولو هڅه وکړه چې ځينې ولايتونه او په ځانگړي ډول هلمند او کندوز ونيسي.
طالبان په تېره مياشت کې د بېلا بېلو ولايتونو د يو شمېر ولسواليو پر نيولو وتوانېدل او ان ځينې ولايتونه يې د سقوط تر کرښې ورسول. اوس هم د ځينو ولايتونو د شوراگانو غړي د ولايتونو له سقوطه اندېښمن دي. بل پلو نړيوالو راپورونو وښوده چې روانو ورځو کې د افغانستان په درې دېرشو ولايتونو کې جگړه روانه ده.

د ناټو د وياند مرستيال د داعش په اړه وويل چې له زرو تر يو نيم زرو پورې جگړه‌مار افغانستان کې لري او د حکومت لپاره کوم جدي تهديد نه دی.

هغه همدا راز وويل چې دولتي ځواکونه د پخوا په پرتله ځواکمن شوي دي او ناټو ورسره په مختلفو برخو کې اوږدمهالو مرستو ته ژمنه ده. د هغه په وينا جگړو ځپلو ولايتونو ته د لوړپوړو پوځي چارواکو سفرونه هلته جنگېدونکو پوځيانو ته روحيه ورکوي.

خو بل پلو د تېرو ورځو راپورونو وښوده چې افغان امنيتي ځواکونه د جگړې په ډگر کې له پامه غورځول شوي دي او حکومت يې په اړه بې غوري کوي. همدا راز يو شمېر لوړپوړو نظامي چارواکو د ځينو ولايتونو جگړې تجارتي وبللې او تور يې پورې کړ چې حکومتي چارواکي نه غواړي دغه جگړې پای ته ورسوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button