افغانستانخبرونه

ناټو د راتلونکي کال د جګړو پر مهال د افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ

ناټو داسې مهال ډاډ ورکوي چې د جګړې په راتلونکو فصلونو کې به افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې یوازې نه پرېږدي چې تېر اوړی تر ټولو خونړی کال ګڼل کېږي. وسله وال طالبان وتوانېدل چې له ۲۰۰۱ راهیسې په لومړي ځل د ولایت مرکز ونیسي. که څه هم طالبانو وکولای شول چې یوازې یوه اوونۍ د کندوز مرکز تر خپلې ولکې لاندې وساتي، خو د کندوز مرکز ماتې طالبانو ته لویه بریا وګڼل شوه.

ناټو چې د «پرېکنده ملاتړ» تر نامه لاندې د افغان ځواکونو پوځي ملاتړ کوي، وايي هڅه به وکړي چې په هوايي حملو کې ملکیانو ته زیان ونه رسوي. د امریکايي ځواکونو ویاند، ویلسن شافنر وویل: «موږ له خپلو افغان همکارانو سره کار کولو ته ژمن یو چې وکولای شو له هغوی سره باثباته امنیت ته رسېدو کې مرسته وکړو».

په تېرې تلې میاشت کې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون له بمبار وروسته پر امریکايي ځواکونو سختې نیوکې وشوې، خو امریکایان وايي چې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ پر کاردود بیاکتنه کوي تر څو د ورته پېښو مخنیوی وکړي.

دی زیاتوي: «جنرال کمبپل امر کړی چې ټول امریکايي ځواکونه د هدفونو په نښه کولو په موخه ځانګړې زده کړې ترلاسه کړي».

ناټو دمګړۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۳زره پوځیان لري چې له دې برخې ۹۸۰۰تنه امریکایان دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button