غير مصنف

ناټو به تر ۲۰۲۰ کال پورې له افغانستان سره مرستې وکړي

ناټو د پولنډ په مرکز ورسا کې له افغان حکومت سره یو لړ ژمنې وکړې.

د ناټو په سر مشریزه کې اته ویشت هېوادونو له خپلوشریکانو سره ژمنه وکړه چې د غوڅ ملاتړ ماموریت دې تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم تمدید شي، له افغان دولت سره د ساسي مشارکت ادامه او تر ۲۰۲۰ کال پورې له افغان حکومت سره اقتصادي مرستې، هغه ژمنې وې چې د نن ورځې غونډه کې ورباندې بحث وشو.

له دې غوندې وړاندې د افغانستان لوړپوړو چارواکو د ناټو غړو هېوادنو ځینو چارواکو سره ناست وو.په دې غونډه کې د ناټو سرمنشي ستولتنبرک وویل:  ( له ولسمشر غني او اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله سره مو د افغانستان پر امنیتي حالاتو خبرې کړي، د افغان دولت اصلاحات او د ناټو د غړو هېوادو لخوا مو د مرستو مساله هم څېړلې.

نوموړی زیاتوي، افغانستان کې لا هم ډېر خنډونه شته، د دې لپاره ناټو له دغه هېواد سره خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکوي.

ستولتنبرک وایي، افغانستان د پرمختګ په حالت کې دی، او دغه حالت باید دوام ومومي، په ځانګړي ډول د انتخاباتي اصلاحات، بشري حقونه او د اداري فساد په وړاندې مبارزه.

نوموړي د افغان امنیتي ځواکونه ستاینه وکړه وایي، افغان امنیتي ځواکونه اوس د دې توان لري چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي.

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button