خبرونهسلايډ

ناټو به تر ۲۰۲۰م کال پورې د افغان ملي ځواکونو مرسته کوي

 

د ناټو غړو هېوادنو ژمنه کړې چې دوی به له افغان امنیتي ځواکونو سره تر ۲۰۲۰م کال پورې مرستې او خپل پوځیان په اوسني شمېر کې وساتي.

د راپورونو له مخې ناټو به هر کال له افغان ځواکونو سره شاوخوا ۵ ملیارده ډالره مرسته کوي. افغان حکومت د ناټو له دې پرېکړې هرکلی کړی.

د ناټو عمومي منشي سټولټنبرگ د چهارشنبې غونډې وروسته رسنیو ته وویل: «موږ به د افغانستان له ملي ځواکونو سره د مرستې بهیر ته دوام ورکړو او د ناټو غړي هېوادونو اوس په دې فکر کوي چې له ۲۰۱۷م کال وروسته څومره پوځيان په افغانستان کې وساتي».

سټولټنبرگ همداراز زیاته کړه چې زموږ غوڅ ملاتړ ماموریت دوام لري او د ناټو پوځيان به د افغانستان په گڼو سیمو کې پاتې شي.د ناټو د غړو هېوادونو له ډلې جرمني ځواکونه په شمال کې، ایټالوي ځواکونه په لویدیځ کې او امریکايي ځواکونو په کندهار او ننگرهار ولایت کې پاتې کېږي او پاتې نور په بگرام کې اوسېږي.

 

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button