سيمه او نړۍ

نايجيريا: غبرګو چاودنو ۱۶۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د نايجيريا چارواکي وايي، چې د دې هېواد په يولا او کانو ښارونو کې غبرګو چاودنو لږ تر لږه ۴۶ تنه وژلي او ۱۲۰ نور ټپيان دي.

په سيمه کې د سره صليب يوه چارواکي اليو مايکانو رسنيو ته وويل، يوې چاودنې وړمه شپه ناوخته د نايجيريا شمال ختيځ لور ته يولا ښار ولړزاوه، چې له امله يې ۳۱ تنه ووژل شول او له ۷۰ ډېر نور ټپيان شول.

سرچينه وايي، لا مالومه نه ده، چې چاودنه د کوم ځاي پر ځای شوي ماين له امله وه او که سرتېری برید و.

په نايجيريا کې له پېښو سره د مبارزې ادارې يوه مسؤول سعيد بيلو د چاودنې تلفات ۳۲ وژل شوي او ۸۰ ټپيان وښودل.

دوهم چاودنه تېره ورځ د نايجيريا شمال لور ته په کانو ښار کې رامنځته شوې ده.

چارواکي وايي، دوه سرتېرو بريدګرو له ګڼې ګوڼې په ډک بازار کې خپل چاودېدونکي توکي وچاودول، چې له امله يې ۱۵ تنه ووژل شول او نږدې ۵۰ نور ټپيان شول.

د کانو د پوليسو يوه چارواکي محمد موسی کاتسينا وويل، بريدګر دواړه نجونې وې، چې د يوې عمر ۱۱ او د بلې ۱۸ کاله و.

نوموړي زياته کړه، يادې نجونې له هغه موټره کښېويستل شوې دي، چې ۴ تنه په کې سپاره و او ګمان کېږي پاتې دوه نور يې هم سرتېري بريدګر دي.

پوليس وايي، د دغه موټر د نيولو هڅې يې پيل کړې دي.

د دواړو بريدونو پړه تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button