سيمه او نړۍ

نايجيريا: د گازو ټانکر چاودنه کې سل تنه وژل شوي

د نايجيريا جنوب لور ته د گازو د يوه ټانکر په چاودنه کې لږ تر لږه سل تنه وژل شوي دي. پېښه د دې هيواد د انامبرا ولايت په نينوي ښار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د گازو لېږدونکي دغه ټانک د خالي کولو پر مهال چاودنه وکړه.

د نايجيريا غير حکومتي رسنيو ويلي، د لومړنيو مالوماتو له مخې پېښه کې سل تنه وژل شوي او لسگونه نور ټپيان دي، د پېښې ډېری قربانيان هغه خلک دي، چې د گازو د توزيع يوه مرکز ته د گازو وړلو لپاره راټول و.

سرچينو د پېښې لامل له وخته مخکې د ټانکر خالي کول ښودلي، چې بايد د يخولو اړين عمليات پرې شوی وای، خو دا چې دې ته يې انتظار ونه کړ، د سلگونو خلکو په منځ کې يې چاودنه وکړه. د ټانکر له چاودنې سره سم ستر اور لگېدلی، ډېری جسدونه د سکرو په څېر شوي او د پېښې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د نايجريا چارواکو ويلي، په پېښه کې ستر مالي زيانونه هم اوښتي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button