پاموړراپورونه

ناوې ما به هیلي کاپټر کې رخصتوئ، پلار يې دا ارمان هم پوره کړ

هند کې یو پلار خپله لور په هیلي کاپټر(چورلکه) کې د خسر کره رخصت کړه د هغې دا کوچنی ارمان يې هم پوره کړ، هندي رسنیو د راپور سره سم د راجستان ایالت مهندرسولک په نوم پلار د خپل لور هغه ارمان پوره کړ چې غوښتل ˝ما به خسر کره په شاندارو مراسمو سره لیږي ما یې هم ارمان پوره کړ او چورلکه مې ورته کرایه کړه˝.

مهندر سولک وايي، ما په دې ډیر سوچ وکړ چې لور مې د رخصتیدو پر وخت کې څنګه حیرانه کړم خو د دوه میاشتو سوچ نه وروسته مې له ځان سره پریکړه وکړه چې لور ته به مې چورلکه کرایه کوم او خسر کره به لیږم، سولک زیاتوي، چې هره لور غواړې چې په شاندارو او حیرانونکو مراسمو سره رخصت شي خو ما هم دا کار وکړ.

د رینا په نوم ناوې هم وايي، چې ‌ډیره خوشاله ده چې د ټول کلي خلک زما نندارې ته راغلي او زموږ په کلي نن ډ ډیرې خوشالئ ورځ ده.

Tags

ورته مطالب

Back to top button