نثر

ناول؛ او لومړنۍ خبرې/ عبدالله الهام جمالزی

ناول (Novel) نثري تخیلي اثر ته وايي، د ناول کلمه انګلیسي ده او په زیاترو اروپايي هېوادونو کې یې معادل کلمه رمان ده. خپله د ناول کلمه هم له ایټالیايي کلمې (نوولا) څخه اخیستل شوې چې معنی یې نوی کوچنی مطلب دی، په څوارلسمه پېړۍ کې په ایټالیا کې یو ډول لنډې او منثورې کیسې وې چې نوولا یې بللې او ښې بېلګې یې هم د بوکاچیو په اثر دکامرون کې موندل کېدای شي.

لیکوالان نننی ناول تقریبا له اتلسمې پېړۍ وروسته رامنځته شوی بولي او وايي چې په ۱۷۱۹کال په انګلستان کې دانیل دوفو، وبنسن کروزې ولیکه چې د ننني ناول په ډول بېلابېلې پېښې د یو کرکټر په چورلیځ چورلېدې او موضوع یې په یوه غیرمسکوني ټاپو کې د پاتې کېدو هڅه ده.

بالاخره د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې وو چې ناول د کیسې له ټولو ډولونو مخکې شو او هره ورځ د بېلابېلو تکنیکونو او حتی د سینما په مټ یې ګڼ شمېر پرمختګونه وکړل. د وخت بریدونه یې ونړول او بېلابېلې موضوعګانې حتی عجیبې او غریبې موضوعګانې یې په بېلابېلو ډولونو په ځان کې ځای کړې. د پروست، جویس، ویرجینیاولف او فاکنر اثارو هم ناول ته نوې انرژي ورکړه او نوې رودې یې رامنځته کړې.

په دې وروستیو لسیزو کې بیا کیسه لیکنې نوې پړاوونه کچ کړي، ځینې کیسې هم شته چې ورته ناول ضد یا انتي ناول وايي (Anti- Novel) ځکه په دې ډول کې وېلای شو چې له منفي لارو چارو استفاده شوې تر څو د داستان دودیز آرونه له منځه یوسي. لیکوال قصداً هغه څیزونه نه مراعاتوي چې د لوستونکي ذهن یې غواړي، له همدې امله هم لوستونکی له حیرانتیا سره مخ کېږي. له دې ډول لیکوالو څخه یو هم فرانسوی آلن رب ګریه دی چې د نوي ناول مخکښ بلل کېږي. هغه په ۱۹۵۷کال د (کینه یا حسادت) ناول ولیکه چې په کې یې ناول مشهور او معمول آرونه لکه پلاټ، توصیف، ځای او وخت د لوستونکي لپاره معمولي لارښونه او نور له منځه یوړل. په دې اثر کې د یو کینه کښ مېړه او د هغه ذهني ربړې په نوې توګه مطرح شوې دي.
له همدې امله هم ویلای شو چې ناول تقریبا خپلې د اوج پوړۍ کچ کوي، دغه راز پدې وروستیو کلونو کې د کیسې لیکنې په برخه کې ګڼ شمېر نورې لارې چارې هم موندل شوې، د جادويي ریالیسم په ګډون نورې جذابې تخیلې لارې، خو زموږ په ټولنه کې بیا ناول او کیسه لیکنه لومړي ګامونه اخلي، که څه هم له پخوا د ښو کیسه لیکوالو د آثارو ژباړې ته پام نه دی شوی؛ خو اوس دادي زموږ لیکوالو ګڼ شمېر اثار پنځولي دي او دا بهیر ښه پر مخ بیايي، خو په دې برخه کې زیات کار ته اړتیا ده .

لنډه کیسه او ناول ډیر توپیر لري

ویل کيږي چې تکړه داستان ليکوال کترين منسفیلډ څو ځله هڅه وکړه چې ناول وليکي خو هیڅ هڅه يې هم بریالۍ نشوه، دغه راز د تکړه امریکايي ليکوال ویليم فاکنر له قوله ویل شوي چې لنډه کیسه لیکل له ناول ډیر سخت کار دی. ښايي دا په زړه پورې بحث او ښه پوښتنه وي؛ ځينې فکر کوي چې په داسې حال کې چې فاکنر مشهور ناولونه ليکلي او هر یو یې له څو سوه صفحو زیات دی او لنډه کیسه چې ډیره اوږده شي له دیرشو صفحو ښايي زیاته نشي نو بیا ولې دا کار ستونزمن دی؛ دلته هغه تصور چې یو شمیر خلک يې لري چې لنډه کیسه د ناول مختصره بڼه ده په بشپړ ډول ناسم را خیژي او ځکه هم ټینګار دا دی چې لنډه کیسه او ناول په بشپړ ډول دوه بیل ادبي ژانرونه دي، بیلابیلې ځانګړنې او د لومړنیو بېلګو د لیکلو توپیرونه لري.

لنډه کیسه په نولسمه پیړۍ کې د ناول له ليکنې څه باندې یوه پیړۍ وروسته په اروپا او امریکا کې د نوي ژانر په توګه ولیکل شوه او په بیړه دود شوه. ښايي د لنډې کیسې د یوه لومړني نظریه پرداز اډګر الن پو هغه خبره چې په یوه ناسته کې يې د لنډې کیسې د لوستل کيدو د امکان په اړه کوله او يا هم د ګڼو مجلو او خپرنیو شتون چې په هره ګڼه کې يې یوه لنډه کیسه خپرولای شوه تر ډیره د دغه ژانر د چټک دود لامل وي؛ خو د دې تر څنګ دوه مهم بدلونونه چې غیر مستقیم خو پوره زیات اغیز يې درلود نور هم شته چې یو يې په ۱۸۲۶کال د فلم اخیستنې د کمرې جوړيدل او له ۱۸۳۹کال وروسته يې توليد او عامیدل و چې د هغو مشترکو ځانګړنو له امله چې د کمرې بدلون او لنډې کیسې درلودل لکه دا چې لنډې کیسې هم په یوه ځانګړي وخت کې د یوه ژوند په لور کړکۍ پرانستله؛ هغه کار چې کمرې هم کاوه او دا هغه څه و چې د ناول لپاره ډیر شوني نه و؛ بل بدلون په ۱۸۶۰مه لسیزه کې د امپرسیونست انځورګرانو د آثارو راوتل و چې هغوی به په ډیر وضاحت د واقعیت له تشریح کولو ډډه کوله؛ کوم کار چې د لنډې کیسې د ژانر له ځانګړنو هم دی او په ناول کې هسې نده.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button