افغانستان

نادعلي: له څلوېښتو ډېر سرتېري طالبانو ته تسليم شوي

د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د درنو نښتو په ترڅ کې اويا تنه امنيتي سرتېري تری تم شوي دي. طالبانو ويلي دي چې د دغو سرتېرو شپږ څلوېښت تنه له دوی سره يو ځای شوي دي.

خامه پرس د هلمند د امنيتي چارواکو له خولې ويلي، چې د ناد علي ولسوالۍ اويا تنه سرتېري ورک شوي دي او معلومه نه ده چې سرنوشت به يې څه وي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې شپږ څلوېښت تنه امنيتي سرتېري له دوی سره يو ځای شوي دي.
دا چې د طالبانو ادعا سمه ده که نه، د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو تر دې دمه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ناد علي د هلمند له هغو ولسواليو څخه ده، چې ډېری سيمې يې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button