پاموړسلايډ

میکل جکسون غوښتل چې، ۱۵۰ کاله ژوند وکړي!

ژباړه: محمد اکبر رغون

میکل جکسون د امریکا نامي هنرمند و، د ښکلي غږ څښتن و، ده غوښتل ۱۵۰ کاله ژوند وکړي او د نړۍ په تاریخ کې ځان د اوږد عمر لرونکي شخص په توګه ثبت کړي. دې هیلې او ارمان ته د رسېدو لپاره ده لاندې فوق العاده تدابیر نیولي و :↶
☜ د دې لپاره چې، جکسون تندرست صحت ولري، ناروغ نه شي او په وخت یې درملنه وشي، ځان لپاره یې ۱۲ تنه تکړه او پوه امریکایي ډاکتران نیولي و، چې وخت نا وخت یې معاینات او تداوي وکړي.
☜ همدا رنګه د ده خوراکي توکي به هره ورځ په لابراتوار کې معاینه کېدل، تر څو د ده روغتیا ته زیان و نه رسوي.
☜د دې لپاره چې صحتمند، فیټ او د ښکلي بدن څخه برخمن و اوسي، لسګونه افراد یې د تمرین، ورزش او چاپي کولو لپاره مقرر کړي و.
☜ همدا رنګه ځانته یې داسې د خوب او راحت معیاري خونه جوړه کړې وه، چې نرمه، صافه هوا او مناسب اکسیجن ولري، تر څو د تنفس په وخت کې یې تنفسي سیستم له ستونزو سره مخ نه شي.
☜ جکسون له وخت مخکې ځانته ځینې حیاتي اعضاوې، لکه زړه، ګورده او نور غړي له نورو خلکو څخه په پیسو اخیستي و، تر څو د اړتیا په وخت کې یې ځانته ولګوي.
له دې ټولو تدابیرو سره سره بیا هم په دې و نه توانېد چې خپل هدف او ارمان ته ورسیږي، بالآخره په ۲۰۰۹ زېږدیځ کال د زړه د ودرېدو له کبله د ۵۱ کالو په عمر له دې دنیا ولاړ.
رښتیا هم چې زموږ منان رب خپلو ټولو بندګانو ته عمرونه ټاکلي، یوه دقیقه نه مخکې او نه وروسته مري؛ بلکې هر یو به په خپلې ټاکلې نېټې سره د مرګ مزه څکي او خپل روح به هغه ته سپاري.
پښتانه وایي: ” د ګور شپه نه په کور کېږي”.

ورته مطالب

Back to top button