پاموړ

میسي د پنځم ځل لپاره د سرو زرو توپ ګټوونکی شو

د ارجنټاین د ملي لوبډلې او د بارسلونا د شخصي مشهورې لوبډلې پیاوړی او افسانوي لوبغاړی لیونل میسي پنځم ځل لپاره د سرو زرو توپ ګټلو سره ریکارډ جوړ کړ.

له دې وړاندې د دوو کلونو لپاره په مسلسل ډول کریسټیانو رونالډو د دغې جایزې ګټوونکی و. لیونل میسي له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۲ پورې په مسلسل ډول د دغې جایزې ګټوونکی و.

روان زیږیدیز کال د لیونل میسي هسپانوۍ لوبډلې بارسلونا توانیدلی پنځه جایزې خپلې کړي او رونالډو روان کال نه دی توانیدلی چې کومه جایزه ترلاسه کړي.

تیره ورځ د فیفا نړیوالې ادارې په غونډې کې رونالډو دوهم او د برازیل پیاوړی لوبغاړی نیمار توانیدلی دریم مقام خپل کړي. د دغو جایزو لپاره د فیفا کارکوونکي، د هیوادونو لوبډلمشران، روزوونکي او ټاکل شوي خبریالانو خپلې رایې کارولې دي.

میسي دغې غونډې ته وویل:« دا ډیره حیرانوونکې ده. زه د خپلې لوبډلې له نورو لوبغاړو څخه مننه کوم ځکه چې د هغوي له مرستې پرته د دغې جایزې ګټل ناممکنه وه.»

د بارسلونا د لوبډلې روزوونکی لویس انریکي د خپلې روزونې پر مهال د بارسلونا لپاره د لالیګا، چمپینز لیګ او د کلبونو جام ګټلو سره د تر ټولو غوره روزوونکی جایزه خپله کړه.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button