افغانستان

میدان وردګ: د ملي اردو لخوا توغول شوي مرمۍ ۱۲ ملکیان وژلي

میدان وردګ ولایت کې د ملي اردو لخوا توغول شوې مرمۍ د ماشومانو په شمول ۱۲ کسان وژلي دي او ۶ نور ټپیان کړي دي.

د میدان وردګ ولایتي شورا منشي شریف الله هوتک د پېښې پخلی کړی دی. هغه ویلي چې پېښه د سیداباد ولسوالۍ په ډنډوکي سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هوتک له قوله پېښه نن /جمعه، دسمبر ۴مه/ شاوخوا لس بجې د یوه جومات سره نېږدې هغه مهال رامنځته شوه چې خلک د ډزو په اوریدو له جوماته راووتل او یو هاوان مرمۍ د دوی سره نېږدې وغورځېدله.

هغه وویل چې د سیمې ته نېږدې د طالبانو او ملي اردو تر منځ جګړه روانه وه او دغه مرمۍ هم د جګړې له ځایه ویشتل شوې ده.

خو په ولسي جرګه کې د وردګو د خلکو استازي شریف الله وردګ وايي چې د اردو له پوستې څخه مرمۍ توغول شوې چې له کبله یې ۹ نفر وژل شوي دي.

همدا راز د میدان وردګ والي حیات الله حیات هم په پېښه خواشیني څرګنده کړې او هغه راپورونه یې رد کړي چې ګواکې دغه پېښه یوه چاودنه وه.

نوموړي زیاته کړې چې هاوان له پوستې توغول شوې او د پېښې عاملینو ته به سخته سزا ورکړي.

د سیمې خلک دغه عمل قصدي بولي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button