افغانستان

میدان وردګ: هاوان د ملي اردو لخوا «قصدا» توغول شوې

د میدان وردګ ولایت اوسیدونکي د سیداباد ولسوالۍ په پېښه کې ملي اردو پړه بولي. دوی وايي چې د هاوان مرمۍ د سرتېرو لخوا قصدا توغول شوې ده.

د راپورونو له مخې د سیداباد په اوتړیو سیمه کې سهار مهال ماشومان په جومات کې تر سبق لوستلو وروسته راوتلي او د مخې ته یې په اور ځانونه ګرمول چې د هاوان مرمۍ یې تر څنګ ولګېدله.

د ملي اردو لخوا توغول شوي هاوان د ۱۲ ماشومانو په شمول ۱۴ کسان وژلي او ۶ نور يې ټپیان کړي دي.

د یادې سیمې خلکو ددغو ماشومانو جسدونو د اعتراض په ډول د کابل –کندهار لویې لارې ته راویستي وو خو د امنیتي ځواکونو لخوا میدان وردګ ولایت ته پرې نښودل شول.

په ولسي جرګه کې د کابل، کندهار او وردګ ولایتونو استازي چې د وژل شوو کسانو کورنیو سره د خواخوږۍ په نیت دغې سیمې ته ورغلي وو. دوی ویل چې ماشومان په «لوی لاس» د ملي اردو لخوا وژل شوي دي.

د ولسي جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي رسنیو ته وویل چې دغه کسان د اردو په توپونو وژل شوي دي. هغه وايي چې دا « د خپل قوم او خپل ملت په مقابل کې ظلم دی، وحشت دی، بربریت دی». نوموړی وايي چې حکومت که غواړي چې نظام ته بقا ورکړي نو عام خلک دې نه وژني.

همدا راز د وردګ د خلکو استازی شیرولي وردګ وايي چې دوی ته رسیدلي معلومات دا ښيي چې هاوان د اردو له پوستې څخه توغول شوی دی او له کبله یې ۹ کسان وژل شوي دي.

د میدان وردګ ولایت حیات الله حیات هم د رسنیو هغه راپورونو رد کړي چې ګواکې دغه پېښه د ماین جوړولو پر مهال رامنځته شوې ده.

هغه وویل: «په میډيا کې چې کومې خبرې شوي چې ماین یې جوړولو، یا بل څه شوي، دا مطلق غلط دي، مرمۍ راغلې او مرمۍ لګېدلې ده او دا ځوانان شهیدان شوي دي».

حیات ولسي خلکو ته ژمنه ورکړه چې د پېښې عاملین به نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.
د وژل شوو ماشومانو د کورنۍ غړو وایي چې ملي اردو سرتېرو دا عمل قصدي کړی دی. په دغه پېښه کې یواځې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د ملي سرتیرو دغه عمل «جنایت» او د ولسي وګړو څخه د خپلو ماتو او تلفاتو بدل اخېستلي ګڼلي دي.

دوی بهرني ځواکونه هم په دغه برید کې پړ بللي: « په دې جنایاتو کې بهرني اشغالګر ځواکونه هم لاس لري، او خپلو لاسپوڅو ته د همداسې جنایاتو د ترسره کولو سپارښتنه کوي».

طالبانو ګواښ کړی چې د ملکي وګړو انتقام به د ملي اردو له ځواکونو اخلي.

د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې تر ټولو ستره یې تېر کال د دسمبر پر ۳۱مه د هلمند د سنګین پېښه وه. سنګین ولسوالۍ کې پر یوه واده د ملي اردو له څلورو پوستو څخه د هاوان بریدونو وشول چې د ناوې په شمول یې ۲۲ ښځې او ماشومان ووژل.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button