افغانستانسلايډ

مژده: د حکومت د دوام پايله به د هېواد تباهي وي

د سياسي چارو شنونکی او د هېواد مشهوره څېره احمد وحيد مژده وايي چې د اوسني حکومت د دوام پايله به د افغانستان تباهي وي. نوموړي دا خبرې افق وېبپاڼې سره ځانگړې مرکه کې کړې دي.

وحيد مژده زیاته کړې ده، چې د ملي يووالي حکومت داسې يو شی دی چې د افغانستان اساسي قانون کې ورته اشاره نه وه شوې او د جان کيري په منځگړيتوب د يوه سازش له مخې رامنځته شو.

د مژده په اند دا چې د دې حکومت برخليک به څه وي، دا په امريکا پورې تړلې ده چې د دې حکومت ملاتړې ده؟ خو د هغه په وینا امریکا به په خپلو ولسمشريزو ټاکنو کې د بوختيا له امله ژر په دې اړه پرېکړه ونه کړي او دې لپاره بايد له ۲۰۱۶ز وروسته وخت ته انتظار وکړو.

ښاغلی مژده وايي، چې د ولسمشر غني او اجرايه رييس دريځونو ته په کتو ويلي شو، چې حکومت به پنځه کاله پوره کړي، خو بيا هم د مدني اعتراضونو په گډون ډېر داسې څه شته چې دغه حکومت له منځه يوسي.

مژده د دهمزنگ پېښې ته په اشاره وويل، چې د داعش ډلې کار نه ښکاري بلکې د امريکا له لوري له ټاکل شويو سرو خطونو د تېرېدو پر مهال هر وخت داسې بشري ناورينونه رامنځته کېدی شي.

دی وایي، دا چې د ولسمشر اوباما د ولسمشرۍ وروستی کال دی، افغانستان کې به داسې څه تر سره نه کړي چې د امريکا د ماتې معنا ولري. خو د ده په وينا که د ملي يووالي حکومت پنځه کاله دوام وکړي، د افغانستان په نوم به څه شی پاتې نه شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button