نثر

مينه څنګه وي؟ / اجمل ښکلى

زه په دې څه نه وايم، چې مينه څه وي. زه په دې خبرې کوم، چې مينه څنګه وي؟
مينه انسان ته جهان تعريف کړي. مينه لکه رڼا چې په سترګو کې دې پيدا شوه، نو نړۍ درته رڼا شي، نړۍهغه حقايق چې پخوا درنه پټ وو، اوس درته ونمايي.
د رحمان په عاشقۍ کې سترګې وشوې
چې څوک وايي، عاشق ړوند دی، هغه خوار شه
خو د مينې رڼا مشخصه رڼا وي. له کوم فرد سره چې ستا مينه وي، ته نړۍ د هغه کس په سترګو ګورې، کوم حقايق چې ته تا ته ښکاري، دا د هغه له زاويې نه درته ښکاره شوي دي. پخوا به درته يو څوک عادي وو؛ خو اوس ورته له خپل محبوب سره د تړاو له مخې ګورې؛ نو اوس به درته مهم وي. پخوا دې رقيب نه پېژانده؛ خو اوس دې غوسه ورته راځي، چې له تا نه ستا محبوب اخلي.
ما به خپل زړه خوړه له هرې حادثې نه وروسته
ما به له تا سره زغملی نه شو ستا سيوری
فروید چې د مينې موخه د جنسي غريزې سړښت ګڼي، وايي، چې محبت په لومړي سر کې په فطري بڼه د دوو مخالفو جنسونو ترمنځ و؛ خو وروسته چې مدنيت وغوړېد، له فرد نه يې غوښتنه وکړه، چې دا مينه ووېشي، پر ګاونډي، پر ملګري؛ نو اړ يې چې د ملګري پر زوی به د ملګري لپاره شفقت کوې. شوپنهاور هم وايي، چې که مينه هر څومره سپېڅلې وي؛ خو موخه يې جنسي سړښت دی. دا دوی د غربي فکر خبري دي. موږ د ختيځ په تاريخ کې داسې ډېرې مينې لوستې، چې له جنسي الايشه پاکې دي.
د مينې دا رڼا چې څومره تېزېږي، د نړۍ رنګونه درته هغومره تېزېږي، لکه يوه رنګ چې څومره سترګو ته درنېژدې کوې، هغومره پخېږي، سور، ژېړ، تور، سپين رنګونه درته له تتوالي نه راوځي. څومره چې ستا له خپل محبوب سره مينه ژورېږي او څومره دې پر ذهن مسلطېږي، هغومره دې ذهن تسخيرېږي او هغومره دې له اړوند کسانو سره تړاو صريحېږي، له رقيب سره دې په همدومره شدت رخه پيدا کېږي. دا چې دروېش وايي:
زړه مې درد کوي، له زړه ورپسې ژاړم
دوښمنان چې مې وي مړه، ورپسې ژاړم
د انسانيت پالنې استازي خو کولای شي، خو د انساني فطرت نمايندګي په سخته، بلکې لوستونکی له يار سره د دروېش په مينه شکمن کړي، چې دا مينه ده، که خواخوږي؟ ځکه چې رقيب هم درته ګران شو او يار هم. د يار او د رقيب توپير خو په سياست کې ختمېدای شي، چې مادي ګټې پکې مهم دي، له يار سره خو له شديدې مينې نه له رقيب سره د شديدې کرکې تمه کولای شو.
د عشق يو مهم خصوصيت دا دی، چې د هر مين تمه دا وي، چې بس يار ته دې همدا زه مهم يم، همدا ما ته دې ګوري، همدا ما سره دې مينه کوي، بس خوشبو په موټي کې ايسارول غواړي:
راايسار دې وي زما د لاس په موټ کې
دا غوښتنه زه کوای شي له خوشبو نه؟
د مينې دې مهم خصوصيت ته د يار انحصار وايي. څومره چې مينه شديده وي، هغومره دا انحصار شديد وي، هغومره له رقيب سره نفرت شديد وي. په تصوفي مينه کې بيا د رقيب تصور ډېر کمزوری دی. په تصوف کې يار معنوي وي او بل دا چې د الهي لارې سالک مخکې له مخکې منلې وي، چې زما محبوب د هر چا يار کېدای شي؛ خو زه بايد يواځې د هغه شم.
د تضاد د ټکر فلسفه په ټولو کايناتو کې چلي، د نېکۍ او بدۍ، د ښايست او بدرنګۍ، او د يار او رقيب د مينې او کرکۍ له همدې ټکره د يزدان او اهريمن تصور زېږېدلی. په يزدان او اهريمن کې د مينې او کرکې دا احساس په زوروره بڼه وينو.
عشق ژوره رواني، بلکې چې په مثبته سترګه ورته وګورو؛ نو ويلی شوي، چې ژوره روحاني تجربه ده، چې انسان ته د خپل ځان احساس ورکوي، د ځان په قدر يې پوهوي او له دې لارې يې د انسانيت د خدمت جوګه کوي. د خوشال خبره:
عشقه ته تر اورنګزېب باچا بهتر يې
چې خوشال دې په عالم کې سربلند کړ
خو که دا نرګسيت افراطي شي، بيا خبره د مينې له چوکاټه ووځي، ځکه چې بيا پکې يار ورک شي، همدا ځان پکې مرکزي حيثيت ترلاسه کړي.
د مينې يو تعريف دا هم دی، چې دا په اصل کې د ځان غوښتنه ده. لکه مولينا چې په شمس کې ځان ليده، په تصوفي مينه کې په مجاز کې حقيقيت وينې؛ نو په حقيقت کې ځان وينې، د يار په سترګو کې د ځان ليدل د مينې مهم اړخ دی؛ نو مين د يار احترام د ځان لپاره کوي، بلکې د ځان احترام کوي، ځکه خو په تصوف کې د ځان او د يار تفکيک محوه شي. خبره که د ځان هم وي، ته که يار د ځان لپاره هم غواړې؛ خو يو څه شته، چې ته يې غواړې او هغه يار دی.
په مينه کې د يار تصور مثبت خو د رقيب تصور منفي دی. مينه اړه ده، چې پخپله خوا کې د ځان د اثبات لپاره کرکه هم وزېږوي؛ خو عموما له مينې نه زموږ تصور مثبت وي. يار په مينه کې په مرکز کې دی او رقيب په حاشيه کې. همدا علت دی، چې د مينې مثبت اغېز تر منفي ډېر دی.
مينه چې ژوره رواني او روحاني تجربه د انسان په شخصيت کې ژور بدلون راولي. فرويډ وايي، چې تر پينځه کلنۍ پورې د انسان شخصيت جوړېږي؛ خو مينه چې تل چوکاټونه ماتوي او زموږ د لاشعور غوښتنه ده، د انسان په شخصيت کې له سره ګوتې ووهي، انسان له رواني پلوه تباه و برباد کړي. دا بربادي د يوه نوي او تر زاړه هغه د مستحکم او دنګ تعمير لپاره اړينه وي.
مينه د انسان شعور ته د لاشعور د سمندر رو راجوړ کړي. انسان اړ شي، چې له نړۍ سره پر خپل تړاو او خپلو چلندونو له سره فکر وکړي؛ خو څرنګه چې مينه په انسان کې مثبت بشري خويونه راوېښوي؛ نو انسان ورسره نرمخويه، ارام او خاموش شي،
که داسې وي، د مينې تجربه له زړه خوراک سره سره بختوره او ژوره ذهني تجربه ده.
چې عاشقي يې کړې نه وي
لکه هندو بې کلمي دوزخ ته ځينه

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button